خوارج وپېژنئ

دريمه برخه

طاهر احرار

 

3: علامه ابن تيميه(رح) په خپل کتاب (النبوات ص 222) کې خوارج داسې تعريف کړي.

کانوا اهل سيف وقتال ظهرت مخالفتهم للجماعة حين کانوا يقاتلون الناس واماليوم فلايعرفونهم اکثر الناس

ومروقهم من الدين خروجهم باستحلالهم دماء المسلمين واموالهم:

علامه ابن تيميه رح فرمايي چې: هغوى مسلح بغاوت کونکي وو، کله يې چې د خلکو سره جنګ شروع کړ نو د صحابه کرامو (رضى الله عنهم) مخالفت او عداوت ترې څرګند شو.

ځکه دوى د دين دروغجن لباس اغوستی دى، نو اکثره خلک يې نه پېژني، اما دوى له دين څخه خارج دي، ځکه دوى د مسلمانانو وينه مباح ګڼي، او د هغوى مالونه لوټ کوي.

علامه ابن تيميه(رح) په خپل يو بل تصنيف (مجموع فتاوى ج 28 ص296)

کې ليکي: وهٶلاء الخوارج ليسوا ﺫالک المعسکر المخصوص المعروف فى التاريخ بل يخرجون الى ﺯمن الدجال وتخصيصه عليه السلام للفئة التي خرجت في ﺯمن على بن ابي طالب انماهو لمعان قامت بهم وکل من وجدت فيه تلک المعاني الحق بهم لان التخصيص بالﺫکر لم يکن لاختصاصهم بالحکم بل لحاجة المخاطبين في ﺯمنه عليه السلام الى تعيينهم.

علامه ابن تیمیه(رح) فرمايي: او دغه خوارج کوم چې د حضرت علي (رض) په وخت کې بغاوت کړی، دوى همدا مخصوصه ډله نه ده کوم چې د تاريخ کتابونو لېکلې، بلکه داسې خلک به د دجال تر ظهوره څرګنديږي.

او نبي کريم(ص) چې کومه فتنه د حضرت علي(رض) په وخت پورې خاص کړې وه، د هغوى يې مشخصات ﺫکر کړي.

نو په هر چا کې چې دغه مشخصات او صفات پيدا شي د هغوى حکم هم د خوارجو دی، ځکه د يو چا د خاص ﺫکر کولو څخه حکم نه خاص کيږي. بلکه، حکم عام وي، نبي کريم (صلی الله علیه وسلم) خپل مخاطبين په راتلونکي کې د خوارجو د مشخصاتو نه اګاه کړل. لکه څرنګه چې د حضرت علي (کرم الله وجهه) پر خلاف قيام بغاوت وو؛ همدا شان د ټولو مسلمو امراوو چې د شريعت تطبيق ته ژمن وي، پر خلاف یې قيام بغاوت بلل کيږي.

خصوصا کله چې باغيان مسلح وي، خلک وژني او په جګړه شروع وکړي.

نور بيا…

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version