خوارج رسوا کیدونکي دي ان شاءالله

لیکوال خاکسار پکتیاوال

څنګه چې اسلامي امارت د اسلام، هیواد او دین د نفاذ او همدارنګه د افغاني قشر او په عموم کې د ټول مسلمه امت د هوساینې په خاطر هلې ځلې کوي او همیش د دې په لټه کې دي، چې ځانونه د خپلو هیوادوالو لپاره د صحابوو او پخوانیو سلفو په شان جوړ او ګران هیواد ته د یو نوي غوړیدلي ګل ګلاب په شان ترقي او پیاوړتیا ورکړي او هیواد د نورې نړۍ سره په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزه کچه برابر او بل آخره یې د ټولې نړۍ په ښایستونو کې یو مثال وګرځوي، نو د همدې لپاره خو همیش د خپلو ځانونو له خوندونو تیر او ټول وخت د اسلام او هیواد په پیاوړتیا کې مصرفوي. دوی د هیواد د لا ښه کولو لپاره په هره برخه کې هلې ځلې کوي، چې د هغوی له شمیر څخه مونږ امنیتي تدابیر هم حسابولای شو، لکه څنګه چې یې په تیرو شویو څو اونیو کې د افغانستان په مختلفو برخو کې پیاوړي عملیات تر سره او د ﷲ تعالیٰ په فضل سره یې په کامیابۍ سره پای ته ورسول، د عملیاتو له شمیر څخه یې د اسلام ستر دښمن او د عالمانو او مظلومو مسلمانانو قاتل د هند د نیمې وچې مسؤل اعجاز امین آهنګر هم وو، چې د بریالیو عملیاتو په نتیجه کې یې خپلې ناپاکه سترګې د همیش لپاره له دې فاني دنیا څخه پټې او د خپلو ناوړه اعمالو په سزا ورسید.

نوموړی د مسلمانانو یو لوی قاتل، د غربي نړۍ یو ستر مدافع او د بېګناه افغانانو په شهیدانولو کې ښکیل و. یاد کس څو محدودو پیسو غولولی وو او په دې فکر کې و، چې همیش به یې همداسې د خوند څخه ډک ژوندون وي او همیش به له نورو څخه د مسلمانانو په شهیدانولو خپل فیس اخلي، مګر ده ته د دې خبرې درک نه وو چې افغانستان داسې خاوره ده، چې ما او زما په شان ناپاکو اشخاصو ته پکې هیڅ ځای نشته او نه هم د دې خاورې د خلکو په زړه کې مونږ ته ځای شته، دوی/کفار او خوارج زمونږ له باتورو شازلمیو څخه ناګهانه پاتې شوي وو او یواځې یې د نورو په خبرو خپل ځانونه طاقتور او له قدرت څخه برخمن حسابول، مګر اوس دوی ته هم د دې خبرې څرګندوینه ښه په ژور فکر سره شوې، چې نور مونږ ته د افغانستان په پاکه خاوره کې د ناوړه پلانونو عملي کولو ته اجازه نه راکول کیږي او نه هم زمونږ د نجسو څهرو لپاره په افغانستان کې ځای شته، اوس دلته هغه خلک حاکمان دي چې د هغوی یواځینی راز او نیاز له الله تعالیٰ سره دی او هغوی د دښمن په له منځه وړلو کې یواځې له الله تعالیٰ څخه کومک او نصرت غواړي.

همدارنګه یې په دې خبر هم سر نه ده خلاص شوی، چې له دوی سره الله تعالیٰ دومره کامل او پوره نصرت کوي لکه: د احد او بدر له صحابوو سره یې چې کړی وو. د صحابوو د ملګرتیا لپاره به چې څنګه د ملائکوو لښکرونه راتلل، همداسې لښکرونه د دوی/مجاهدینو مرستې ته هم راځي. نه ورباندې د کوم چا یرغل تأثیر کوي، نه یې د چا په اشغال کولو سره په قوت او طاقت کې کمزوري راځي، بلکې دوی نور هم ورته خوښمن کیږي او دا یواځینی سبب بولي، چې دوی ورباندې خپله جهادي مبارزه مخې ته بوځي، مګر دا چې اوس یې ټولې نړۍ ته د فزیکي، سیاسي او علمي جګړې په ډګر کې شکست ورکړ او ټوله نړۍ ورته په ګونډو شوه، نو اوس به نور هم دا کوشش کوي، تر څو د کفر ننوتې ځالې هم له بیخه وباسي او افغانستان د افغانانو لپاره یو له امن او امنیت څخه برخمن هیواد وګرځوي.

تبصره زمونږ ځواکونه شپه او ورځ د دې په انتظار کې دي، تر څو د اسلام، دین او وطن دښمنان رسوا کړي، د دوی په پټن ځایونو ناڅاپي بریدونه وکړي او دوی له منځه یوسي. الله تعالیٰ دې دوی ته په عملیاتو کې بری او ﷲ تعالیٰ دې ورسره خپل کامل نصرت ملګری کړي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version