خوارج د مسلمانانو خلاف د کافرانو اسلحه ده.

لیکوال: ابو حماد

د اسلام په تاریخ کې ترټولو مخکې د اسلام او مسلمانانو خلاف چې کومه ډله وجود ته راغله هغې ته خوارج ویل کېږی، د اسلام او مسلمانانو خلاف خوارج په مختلفو ځایونو او مختلفو وختونو کې خپل شیطاني عملونو او عزمونو سره څرګند شوې دي، نن هم دا فتنه خپلې ناوړه ارادو سره په مختلفو نومونو مسلمانانو خلاف چمتو ده.
دا ډله د دې وخت ترټولو ناروا او ځناورو په څېر کارونه کولو والا ډله ده چې “داعش” او یا “دولت اسلامیه” ورته هم ویل کېږي؛ خو په حقیقت کې د ISIS په نوم پېژندل کېږي، دا ځناور دې وخت کې اسلامي نړۍ لپاره خورا لوی خطر دی، دوی د مسلمانانو په وژلو او مثله کولو (اندامونه غوڅولو) کې د وخت فرعون او نمرود نه هم مخکیوالی کړی دی.
د بغدادي نه واخله تراوسني مشر پورې د ټولو لاسونه یې د مسلمانانو په وینو ککړ دي، د دوی ځناورتوب یوازې عراق پورې محدود نه و، بلکې شام، اردن، تیونس، لیبیا، افغانستان او نورو اسلامي ملکونو کې یې هم یوې او بلې بهانې زرګونو مسلمانانو وینې توی کړې، د مسلمانانو خویندو عزتونه یې د جهاد النکاح په نوم غلا کړل، انکار باندې یې بې شمېره خویندې وسوځولې، مسلمانان یې په بارودو کېنول، د وحشت خپرولو لپاره یې د مسلمانانو ککرۍ په کوڅو کې راځوړندې کړې، ژوندي یې اورونو ته واچول…
دوی جهاد دنیا ته بدنام کړلو، مسلمانان یې ذلیله او رسوا کړل، هیڅ یو ځای کې یې مسلمانان په اتفاق او اتحاد پرېنښودل.
بلکې چېرته به چې مجاهدین وو، اسلامي نظام به حاکم و، دوی به یې د ختمولو پلانونه لرل او مجاهدین به یې شهیدانول او یوازې په اسلامي ملکونو کې د مسلمانانو ختمولو لپاره جهاد کولو، هیڅ یو کفري ملک کې جهاد نه کوي او نه یې تراوسه د کافرانو ختمولو لپاره کوم اقدام کړی دی.
الله تعالی دې خوراج (داعش) بېخي نیست ونابود وګرځوي، د ټولو مسلمانانو ایمانونو، عزتونو او مالونو حفاظت دې وکړي او زمونږ ټول مسلمانان دې د دوی فریب او دوکې نه خوندي وساتي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version