خوارج (داعش) د تاریخ په اوږدو کې | اوولسمه برخه

بهاند ایمن

#image_title

ابن ملجم او ملګرو یې چې کله په علي رضی الله عنه د تورو وارونه وکړل، هر یوه د دوی د ځان ژغورلو او تېښتې هڅه وکړه خو وردان الخارجي د یوه یمني ځوان له لخوا ووژل شو.

 

شبیب بیا په خپله هڅه کې بریالی او وتښتېد.

 

ابن ملجم ژوندی ونيول شو او علي رضي الله عنه ته راوستل شو. علي رضی الله له هغو خوارجو سره چې د نهروان په جکړه کې یې ژوندي نیولي وو، نه دا چې دا خوارج یې ژوندي پرېښودل، بلکي د تداوي تر څنګ یې نورې هم ډېرې ښېګڼې ورسره کړي وې. یو له هغو څخه ابن ملجم هم و؛ نو ځکه علي رضی الله عنه ورته په زخمي حالت کې وویل: ای داللهﷻ دښمنه!

ایا ما له تاسره نېکي نه وه کړې

چې دا کار دې وکړ؟

 

ابن ملجم وویل:

چې څلوېښت ورځې مي همدا توره تېروله او اللهﷻ ته مي زارۍ کولې تر څو  پرې تر ټولو بد بخته کس ووژل شي.

 

علي رضی الله عنه ورته وویل:

په همدې توره به وژل کېږې، ځکه چې ته تر ټولو بدبخته کس یې.

 

چې بیا د علي رضی الله عنه له شهادت وروسته په همدې توره ووژل شو.

 

نور بیا…

هرماس الافغاني
Exit mobile version