خوارج (داعش)د تاریخ په اوږدو کې/اوومه برخه بهانـد

#image_title

د حضرت عثمان رضي الله عنه له شهادت وروسته خوارجو خپله تبلیغاتي دستګاه په کار واچوله او هر لوري ته یې خپلو جذابو ویناوو ته دوام ورکړ او زیات شمېر کسان یې له خپلې عقیدې سره برابر کړل، ځکه دوی وار د مخه لا درک کړې وه چې له ستونزو او ننګونو سره به مخ کېږي، نو د خپلې تګلارې د همېشه ساتلو لپاره د خلکو ډېرښت ته زیاته اړتیا وه.

او د دوی دې تبلیغاتو په خلکو آن دومره تأثیر وکړ او هڅو یې داسې پایلې له ځانه سره درلودې، چې د نهروان په جګړه کې د دوی دولس زره جنګیالي په جګړه کې برخوال وو.

هغه څه چې دوی به بیانول او خلک به یې د دوی په نزد د وخت له غوښتنو سره سم ورته را دعوت کول ځينې یې عبارت وو:

١: په خلکو واجب ده چې له حضرت عثمان رضی الله عنه څخه بېزاره او په خلافت منلو یې پېښمانه شي.

٢: د امامت او خلافت لائق او وړ هر څوک دی، یوازې تر قریشو پورې منحصر نه دی.

٣: امیر که کومه ګناه وکړي عزل (ګوښه) او قتل یې واجب دی.

٤: فيصله كوونکی یو الله جل جلاله دی.

همدې دعوت ته دوی د صفین تر جګړې پورې دوام ورکړ او د یوه مذهبي ګوند په څېر یې د حضرت علی رضي الله عنه تر څنګ خپل فعالیتونه سرته رسول او وروسته تر دې بیا د یوه سیاسي ګوند په بڼه را ښکاره او عملاً یې د اُمت د بې اتفاقه کولو ته خپلې تورې له تېکو را وایستلې…

هرماس الافغاني
Exit mobile version