خوارج، موخې او هدفونه یې!

مستغفر ګربز

خوارج هغه څوک دي، چې دوی ته د مسلمانانو وژل له اصلي کفارو څخه زیات ارزښت لري او له خپلې خاورې پرته ټوله دنیا دارالکفر ګڼي، پیغمبر صلی الله د خوارجو په اړه فرمایلي چې د دوی پر وړاندې له سختۍ څخه کار واخلئ او هر چیرته مو چې ولیدل ویې وژنئ، د عامو کافرانو غوندې چلن ورسره مه کوئ، بلکې د عادیانو غوندې یې بېخ او بنیاد ؤباسئ.
خوارج د اسلام په تاریخ کې لومړنۍ ګمراه او بدعتي ډله ده، چې د فکر وجود یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې مخې ته راغلی و.
د دوی له ډلې ذوالخویصرة التمیمي یا خرقوص بن زهیر السعیدي – د روایتونو په اختلاف سره لومړۍ خارجي و، چې د رسول الله علیه اله وسلم په مخ کې یې ګستاخي وکړه او رسول الله صلی الله علیه واله وسلم ته یې وویل: چې اې محمده – صلی الله علیه وسلم – عدل وکړه. نعوذ بالله
دوی د حضرت عثمان رضي الله تعالی قاتلان او له هغه وروسته د علي رضي الله تعالی عنه سره د اختلاف او جنګونو ضموران دي. دوی چې حضرت عثمان رضي الله تعالی عنه په شهادت ورساوۀ، د حضرت علي رضي الله تعالی عنه سره د دوی د بیعت اختلاف ددې لامل شو چې د مسلمانانو تر منځ په لویه کچه بې اتفاقي رامنځته کړي او تر جنګ جمل او جنګ صفین یې ورسوي. په جنګ صفین کې خوارجو په نیزو باندې قران کریمونه پورته کړل او د سولې غوښتنه یې وکړه، حضرت علي رضي الله عنه د روغې او جوړې لپاره د دواړو لوریو مشران راوغوښتل او له دوی څخه یې واک واخیسته او دریمګړي ته یې د فیصلې لپاره ورکړ، هر کله چې خوارج له دې خبرې خبر شول، غوغا یې ګډه کړه چې علي رضي الله عنه د خدای تعالی فیصلې پر انسانانو کوي، مشرک دی او پر حضرت علي رضی الله عنه یې د کفر ټاپه ووهله.
دوی د اسلام سره ترټولو سخته دښمني لري او اصلي مقصود او هدف یې هم همدا دی چې د اسلام په جامه کې مسلمانان ووژني، بې اتفاقه یې کړي او له دې لارې دوی خپلو هدفونو ته ځانونه ورسوي.
د تاریخ په هر پړاو کې دوی هغه وخت پر مسلمانانو داړې لګولي دي، هر کله چې د اسلام لښکر بریا ته رسیدلی او یا ورنږدې شوی دی.
په تیرو څو لسیزو کې یې د عراق او شام جګړه ژوندي مثالونه دي، هلته چې هر کله اسلامي لښکر د امریکا پر خلاف د بري پړاو ته نږدې شو، دوی په داسې حال کې په پټه د نوي امیر ابوبکر البغدادي اعلان وکړ، چې په خپله ابوبکر البغدادي د اسامه بن لادن په بیعت کې و.
دوی د هماغه مخالف نظام جګپوړي چارواکي په خپلو لیکو کې ځای پر ځای کړل چې اسلامي لښکر ورسره په تاوده جنګ بوخت و، دوی خپله ډله د اسلامي دولت په نوم اعلان کړه او د مجاهدینو سره یې اختلافات او جنګونه پیل کړل. امریکا چې د ماتي په درشل ولاړه وه له موقعې یې ګټه پورته کړه او یاده ډله یې په څنګ کې ونیوه او د اسلام په جامه کې د اسلام پر ضد په کار واچوله، هغه و چې د اسلام له بریمن لښکر څخه ترلاسه شوی هدف له لاسه ووت او د جنګ یو نوي او پیچلي حالت ته داخل شول.
خوارجو هماغه د عراق او شام د جنګونو طرحه افغانستان ته رانقل کړه او د امریکا د ماتېدو سره سم یې ورباندې د عملي کېدو کار پیل کړ، د افغانستان په دولت کې لوړپوړي چارواکي د دوی د حمایت لپاره وګمارل شول، تر څو په سخت حالت کې یې ننګه او ملاتړ وکړي، چې په جوزجان کې یې د څلورسوو داعشیانو محاصره یو واضح مثال یادولی شو، چې د افغانستان د وخت غلام حکومت په هلیکوپټرو کې پورته کړل او په کابل کې یې په مجللو هوټلونو کې د میلمنو په ټوګه خوندي وساتل، د ننګرهار توره بوړه، کنړ او د هیواد په ځینو نورو ځایونو کې د مجاهدینو په خلاف راپورته شویو، خوارجو چې د خپلو پلانونو له مخې د عراق او شام په څیر د بریا او د مجاهدینو د ماتي خوبونه لیدل، خو مجاهدینو په ډیرې میړانې سره د دوی شتون محوه کړ او له یو مخې یې له هیواده په ډیر مهارت سره جارو کړل.
اوس چې په هیواد کې د قدم لګولو ځای هم نلري او په زیاته کچه د ذلت، بې باورۍ او مالي زیان سره مخ شوي او په دې یې هم سر خلاص شوی چې په افغانستان کې یې رېښې نه شي زرغونېدلی، مخ یې بېرته هغو هیوادنو ته ورګرځولی، کومو چې د امریکا د ګټو او ارادو په تاوان دریځ اختیار کړی دی.

هرماس الافغاني
Exit mobile version