خراساني خوارجو د پاکستان د سلفي عالمانو پر ضد هم د تکفیر کمپاین پیل کړ

د خراسان خوارجو خپلو مطبوعاتي فعالانو ته دنده ورکړې چې په شخصي ډول د پاکستاني سلفي عالمانو پر ضد کمپاین وکړي، د هغوی توهین وکړي او د مرتد، منافق او د طواغیتو د ګوډاګیانو په نوم یې ورټي.

دا توهین آمیزه لیکنې په ټولنیزو رسنیو کې د داعشیانو پر حسابونو نشریږي او داسې ښوول کیږي چې ګواکې دا د داعش د پلویانو خپل نظر دی. خو المرصاد ته سرچینو ویلي چې دا نشراتي کمپاین د خراسان د خوارجو د اعلام د ادارې په ملاتړ پیل شوی او ممکن په راتلونکې کې په دې تړاو نور پروګرامونه هم پیل شي.

د دې کمپاین لومړی ویډیو په تېره مارچ میاشت کې د پاکستان د مشهور سلفي عالم، امین الله پېښوري، په هکله خپره شوه.

په یاده ویډیو کې پر امین الله پېښوري نیوکې شوې وې چې د جهاد او خلافت په تړاو یې دریځ بدل شوی او د منافقت ښکار ګرځېدلی دی. دا ویډیو تر هغه وروسته د حماة التوحید په نوم د خراساني خوارجو یوې غیررسمي نشراتي مؤسسې خپره کړه چې په ټولنیزو رسنیو کې د ښاغلي پېښوري داسې څرګندونې لاس په لاس شوې چې په هغو کې نوموړي د خوارجو تش په نوم خلافت غندلی و.

په مخکنۍ ویډیو کې مطبوعاتي داعشیانو امین الله پېښوری د منافقت ښکار بللی و، خو په تازه کمپاین کې یې لهجه سخته شوې او د خپل عادت په څېر یې د پېښوري ترڅنګ د پاکستان پر نورو مطرحو سلفي عالمانو (لکه عبدالعزیز نورستاني، ابو حسان سواتي، عبدالحمید کامبټ وغیره) هم د مرتد ټاپه لګولې ده.

د خراسان خوارجو ډېر مخکې لا د افغانستان هغه دیني عالمان کافران بللي وو چې د دوی د منهج او تش په نوم خلافت مخالفت یې کاوه، خو د پاکستاني سلفي عالمانو پر ضد یې کمپاین تازه پیل شوی دی. د افغانستان د علماوو د تکفیر او له پاکستاني سلفي عالمانو سره د نرمۍ له امله، له ډيرې مودې راهیسې د داعشي خوارجو د ځینو مشرانو ترمنځ اختلافات وو.

هغو داعشیانو چې له پاکستاني عالمانو سره یې مخالفت درلود پر خپلو مشرانو تل انتقاد کاوه چې د خپلو مخالفو علماوو اړوند له دوه ګونو معیارونو کار اخلي. داسې ښکاري چې د پاکستان د سلفي عالمانو پر ضد وروستی تبلیغاتي کمپاین خراساني خوارجو د خپلو افراطي تکفیریانو د تسکین او په راتلونکې کې د سلفي عالمانو د هدف ګرځولو د توجیه لپاره پیل کړی دی.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version