خراساني خوارجو د خپل منهج انحراف ثابتوونکې رساله خپره کړه

خراساني خوارجو تازه د ”زموږ عقیده او منهج“ په نوم رساله خپره کړې، چې په هغې کې یې د خپل منحرف منهج وضاحت ورکړی دی.

د دې رسالې د لیکوال نوم نه دی ښوول شوی، خو د العزائم په نوم د خراساني خوارجو رسمي نشریاتي ادارې خپره کړې ده. له العزائم څخه د دې رسالې خپرېدل په دې دلالت کوي چې دا رساله د خراساني خوارجو د مشرتابه او قضايي څانګې تر نظر تېره شوې او رسمي بڼه لري.

د خراساني خوارجو رسمي نشریاتي اداره دا رساله تر هغه وروسته خپروي چې د ملاتړو او غړو تر منځ یې په ځینو عقیدوي او منهجي مسائلو کې اختلاف پیدا شو او ځینو ملاتړو یې په زغرده پر اسلافو او په ځانګړي ډول پر امام ابو حنیفه رحمه الله تعالی د تکفیر فتوا ولګوله.

یوې سرچینې المرصاد ته ویلي چې د دې کتاب په تدوین او لیکلو کې د خوارجو د قضاء او دعوت څانګې متعصبو سلفي پاکستاني عالمانو تر ټولو زیات رول لوبولی دی.

په یاده رساله کې د خراساني خوارجو د منهج ځینې مسئلې کټ مټ په لنډو ټکو کې لاندې ذکر کوو:

– تقلید د کتاب او سنت د اتباع په مقابل کې جوړه شوې عقیده ده او د خپلمنځي اختلافاتو او تعصب ريښه ده؛

– د څلورو امامانو (ابو حنیفه، شافعي، مالک او احمد بن حنبل رحمهم الله تعالی) تقلید کول ناروا او حرام دي؛ د دې امامانو له شخصي تقلیدونو لاس اخیستل او توبه ایستل فرض دي؛

– د دې امامانو هغه تقلید کوونکی عام کس او عالم کافر دی چې د امام د اجتهاد برعکس دلیل ورته وړاندې شي او دئ د خپل امام له نظره وانه وړي؛

– امام غزالي، ابو الحسن الاشعري، فخر الدین رازي، ابوالمعالي الجویني، زمخشري او باقلاني (د مسلمه امت  مشهور دیني عالمان) په ابتداء کې د باطل په طرف وو، خو د عمر په اخیر کې یې له خپلو باطلو عقائدو توبه ایستلې او د اهل السنة والجماعة مسلک ته یې رجوع کړې ده؛

– د مسلمانانو په خاوره ټول حکومتونه مرتد دي: فعلا هیڅ داسې حکومت نشته چې هغه ته اسلامي حکومت او حکمران ته یې مسلمان وویل شي؛

– د اوسنیو مسلمانو حکومتونو ټول کارکوونکي (پوځیان، پولیس، قانون جوړوونکي، تنفیذوونکي، قاضیان، مفتیان، ملایان) او رایه ورکوونکي او د حکومتونو په پرېکړو رضا درلودونکي مرتدین یعني له اسلامه وتلي دي؛

– د دې حکومتونو رعیت په هغه صورت کې مسلمان بلل کیږي چې دا نظام کفر وګڼي او رضا ورباندې نه وي، که نه نو رعیت یې هم کافر دی؛

– د اوسنیو حکومتونو پر ضد جهاد فرض عین دی، او د کفارو په نسبت له دې حکومتونو سره جهاد اولویت لري او غوره دی؛

– د مسلمانانو ټوله خاوره دارالکفر الطارئ دی (یعني د کفارو د نظامونو او قوانینو د غلبې له امله دارالکفر ترې جوړ شوی دی)؛ په مسلمانه خاوره کې یوازې هغه سیمه دارالاسلام دی چې هلته اسلامي دولت (یعني د خوارجو ډله) حاکمه وي؛

– شیعه ګان کافر دي او څوک چې یې کافر نه ګڼي هغه هم کافر دی؛

– پر قبرونو منارونه او تعمیر جوړول حرام او بدترین بدعت دی؛ د قبرونو او پر هغوی د تعمیرونو ړنګول د شرعي جهاد یوه مهمه برخه ده؛

– د شیعه ګانو، یهودو، عیسایانو د عبادت ځایونو ورانول جهاد او واجب عمل دی؛

– صوفیان مرتدین دي او طریقت مردود عمل دی، د تصوف زیاتره مشران مشرکان تېر شوي دي؛ څوک چې صوفیانو ته کافر نه وايي، هغه هم کافر دی؛

– دیوبنديان مرتدین او مشرکین دي، ځکه چې مشران یې د تصوف ملاتړي او معتقدین وو؛

– د صوفیانو خانقاوې ورانول واجب دي ځکه چې د کفر او شرک شعائر دی؛

– د مسلمانانو پر خاوره د اوسنیو حاکمو نظامونو ټول ملاتړي (عوام عمومًا او دیني عالمان خصوصًا) مرتدین او واجب القتل دي؛ لمونځ پسې کول او نکاح ورسره کول جایز نه ده؛

– د داسې عالمانو وژل حتی په مسجد او مدرسه کې هم روا دي؛

– د اوسنیو حاکمو حکومتونو لخوا جوړ شوي مسجدونه او مدرسې د هیڅ احترام حق نه لري او نړول یې جایز دي؛

– د سعودي عربستان مشهور شیخان (ابن باز، عثیمین، ناصر الدین الباني او صالح الفوزان) مرتدین دي ځکه چې د سعودي عربستان حکومت د دوی په فتواوو ځان ته مشروعیت ورکوي؛

– په ټولو مسلمانانو د اسلامي دولت (یعني خوارجو) له خلیفه سره بیعت فرض دی، که ویې نکړي نو مرګ یې د جهالت دی؛

– په انتخاباتو کې ګډون کوونکي او رایه ورکوونکي ټول کافران دي؛

– که یو مسلمان بل مسلمان قصدًا ووژني نو قصاص کیږي به او مسلمان دی، خو که ځان ته یې د مسلمان قتل حلال وباله نو کافر دی. (که دې خبرې ته‌دقیق وکتل شي، خوارجو په خپله فتوا ځانونه کافران بللي دي.)

المرصاد به په نږدې راتلونکې کې د خوارجو پر منحرف منهج مستنده او مدلَّــلـه رساله خپره کړي څو عامو مسلمانانو ته د دې خونخوارې ډلې عقیده، چې له ځان پرته په نړۍ کې بل مسلمان نه ویني، نوره هم روښانه شي.

 

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version