ختیځه افریقا او د اسلامي نظام د تاسیس په مخ کې خنډ (داعش)

عثمان احمدزی

#image_title

د یویشتمې پیړۍ په پیل کې ټولو هیوادونو د قدرت د نیولو لپاره څو مواردو ته ډیره توجو کوله لکه لویې لارې، طبعي زیرمې او بشري نیرو…

 

اروپا چې تر ډېره یې د افریقا د غریبو هیوادونو په ذخایرو تر دې ځایه ځان رارسولی او اوس هم غواړي چې د خامو موادو لپاره یې افریقا له لاسه ونه وزي.

 

خو هلته د یویشتمې میلادي پیړۍ په اوله لسیزه کې د ختیځې اروپا د ژغورلو او هلته د اسلامي نظام د جوړولو په موخه د الشباب په نوم ډله تاسیس او فعالیت یې پیل کړ.

 

د فعالیت اصلي هدف یې د افریقا څخه د اشغالګرو لمن ټولول او هلته د اسلامي نظام تاسیس وو خو ټولو اروپایي هیوادونو، امریکا او چین دا ویره درک کړه چې افریقا دموږ له لاس څخه د وتلو په حالت کې ده نو هماغه وو چې د الشباب د فعالیت د مخنیوي لپاره یې ډیرې لارې وکارولې خو بې نتیجې وې.

 

بلاخره دوی د داعش په نوم جوړه شوې استخباراتي ډله هلته هم تمویل کړه تر دې چې الشباب پرې کمزوری او د افریقا په ختیځه سیمه (سومالیا، ایتوپیا، یوګانډا او کینیا) کې د تیلو، ګازو، طلا، یوارنیمو او نورو قیمتي کانونو څخه محرومه نشي.

 

اوسمهال چې الشباب د دې سیمې د فتحې په درشل کې ده نو تر ډېره خنډ اچونکې یې همدا استخباراتي ډله ده چې د یهودو د اقتصادي ځواک لپاره هلته د اسلامي نظام د تاسیس مخه نیسي.

 

که چیرته په دې سیمه کې اسلامي نظام جوړ او دا سیمه د الشباب لاسته ولویږي نو د افریقا په یوه ډیره مهمه برخه کې به موږ اسلامي نظام ولرو، دا سیمه خورا زیات ستراتیژیک موقعیت لري او هم ګڼ شمېر کانونه.

 

د خامو موادو لپاره اروپایي اتحادیه، امریکا او چین دې سیمې ته ډیر ضرورت لري نو هماغه ده چې د اسلامي نظام د تاسیس د مخنیوي او د همدې سیمو د معدنیاتو د لوټ کولو لپاره یې داعش نومې استخباراتي ډله پیدا او تمویلوي یې.

Exit mobile version