ته وا فقط دوی مسلمانان دي

محب الرحمن مخلص

پر مسلمان د کافر حکم کولو ته تکفير وايي، نن ورځ يو شمېر کسان ليدل کيږي، چې له کړنو و اعمالو څخه یې داسې ښکاري چې د اسلام دين يوازې په دوی پورې اړه لري او بس، او فکر کوي، يوازې همدوی دي، چې اسلام يې په سمه معنا فهمولی او هم يې نورو ته په سمه توګه تشريح کولای شي.
دا اختيار یې هم ځان ته ثابت کړی وي، چې څوک په اسلام کې پریږدي او که له چا نه یې غړيتوب اخلي.
د اسلام په مقدس دين کې يو شمېر هغه عقائد او مسائل دي، چي هغه واضح او ثابت دي، نه تاويل او احتمال قبلوي، او نه يې په اثبات او قطعیت کې د کوم شک او تردد ځای شته.
‏دا ډول عقائد او مسائل د دين اساس او بنیاد بلل کېږي، او دا هغه څه دي چې مسلمان د کافر څخه را بيلوي. په دا ډول عقائدو او احکامو کې د صحابه کرامو رضی الله عنهم اجمعین د زمانې څخه نيولې بيا تر دې دمه د مسلمان ملت د ټولو مذهبونو او طائفو تر منځ نه اختلاف شته او نه اختلاف کوي او نه هم پکې ‏د چا اختلاف زغميدلای شي. آااان تر دې چې د مخکنيو پيغمبرانو د امتونو او ددې امت تر منځ هم اختلاف پکې نشته، لکه د الله وحدانيت او يو والی، د رسولانو رسالت، د قيامت ورځ، لمونځ، روژه، زکات، او داسې نور.
خو په اسلام کې زيات شمېر داسې مسائل هم شته، چې په هغو کې
‏د صحابه کرامو رضی الله تعالی عنهم اجمعین په زمانه کې اختلاف وو، او د هغوی څخه وروسته هم بيا تر دې دمه پکې اختلاف شته، دغه ډول په مختلفو دورونو کې يو شمير مسائل را منځته ته شوي دي، چې په هغو کې د علماوو تر منځ د مختلفو دلايلو او وجوهاتو له کبله اختلاف را نقل شوی دی او داسې اختلافي مسئلې به نورې هم رامنځته کيږي. دغه ډول اختلافي مسائلو ته فروعي مسائل وايي، په فروعي مسائلو کې د دليل پر بنسټ يو د بل څخه اختلاف لرل نه کفر دی او نه بايد پر داسې کسانو د‌ کفر حکم وشي.
د تکفير په مسئله کې مخکینیو علماوو دومره احتياط کاوو چې يو شمېر داسي ډلي يې لا هم د کافرانو په نامه نه دي نومولي، چې هغوي په ډېرو څرګندو مسائلو کې د مسلمان ملت څخه مخالف دريځ اختيار کړی وو، بلکې هغوی يې په يو خاص نامه ياد کړي دي چې ښکاره بيلګه يې خوارج دي

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version