له ترکیې تر افغانستانه او بيا تر شامه د يو نښان ويشتونکي په زړه پورې مزل …!

د اميت ياشار توپراک چي مشهوره په (ابو يوسف الترکي) وو د القاعدې جهادي تنظیم د تر ټولو تکړه نښان ويشتونکي ژوند ليک

نوموړى په 1970 ميلادي کال کي د ترکیې هیواد په بورسه ولایت کي په يو شريفه کورنۍ کي زيږيدلى وو
ابو يوسف الترکي تقبله الله خپلې متوسطې او لوړې زده کړې د ترکیې هیواد په بورسه ولایت کي تر سره کړي
د ژوند ډيره برخه يي په همدې ښار کي د زده کړو او ورځني چارو په تيره ولو سره وقف کړې وه
ابو يوسف الترکي تقبله الله سربیره پر دي چي د پنځه اولادونو پلار وو او د ښه بډایه ژوند صاحب وو، بلاخره د 2009-2012 کلنو په افغانستان کي د جهادي خدمتونو وروسته په 2012 کال کي د سوريې هيواد ته د جهادي ولولو په تکل مهاجر سو او د مجاهدينو صفوفو ته د ژوند د اختتام لپاره داخله وکړل
نوموړى د اول ځل لپاره په سوریه کې د القاعدې شبکې د النصره جبهې فرعي څانګې (ګرګان متحد) ډلې سره يو ځاى سو، او هلته يي د ډير مهارت درلودو سره خورا شهرت ترلاسه کړ، چي نوموړي د النصره جبهې د مشرتابه پام ځان ته را واړوه او د النصره جبهې مرکزي څانګې ته را منتقل او د نښان ويشتونکيو د روزنې مشرې ور د غاړې سوه
44 کلن ابو يوسف تقبله الله په نړۍ کي شپږم خطرناک نښان ويشتونکى بلل کيده
نوموړي په شام يا سوریې کې د حما، ادلب، او لاذقیه ښارونو او ولايتونو کي د بشار الاسد ظالم رژیم، د ايران شيعه مليشو او روسې وحشي ځواکونو پر وړاندي د سنايپري سترو جهادي معرکو مشري کوله او د جهاد يو مسته ليونۍ مينه يې خوړوبه کړل
الترکي تقبله الله د خپل نښان ويشتونکي بهير په دوران کي شاؤخوا تر 400 پورې مجاهدين په نښان ويشتنه کې وروزل
هيره دي نه وي چي شهيد ابو يوسف الترکي تقبله الله له دي مخکي د 2009 او 2012 کلنو تر منځ په افغانستان د امریکايي اشغالګرو په ضد جهاد کي برخه اخيستې وه او هغه مهال يې نوم (حمزه حربي) وو
چي بلاخره د 2014 کال د سيپټمبر مياشتې په 23 تاريخ د امريکايي ايتلاف د هوايي ځواک په توسط د سوریې هيواد په ادلب ولایت کي د شهادت لوړ مقام ته ورسيد او د دي پر شوره ژوند مزل ته يې د پاى ټکى کيښود
تقبله الله

ليکوال : ابو حمزه موحد

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version