ترکیه کې ۳۶ کسان داعشیانو سره د تړاو په جرم نیول شوي

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر ویلي چې په دې وروستیو کې په بېلابېلو عملیاتو کې ۳۶ کسان له داعشي خوارجو سره د تړاو په تور نیول شوي دي.

علي یرلیکایا د یکشنبې په ورځ رسنیو ته وویل چې دا کسان په استانبول، ازمیر، اسکي شهر او قیصري ولایتونو کې له وسلو او بهرنیو اسعارو سره یوځای نیول شوي دي.

د نوموړي په خبره، دې کسانو د داعشیانو په تمویل او تجهیز کې کومک کړی او قضیې به یې قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

هېره دې نه وي چې د داعشي خوارجو له ظهور راوروسته ترکیه د دې منحرفې ډلې لپاره د خپلو جنګیالیو د انتقال او د مالي مرستو راټولولو او حوالې مهم مرکز پاتې شوی، خو په دې وروستیو کې د ترکیې حکومت د خوارجو پر ضد پرېکنده عملیات پیل کړي چې لسګونه کسان له داعشي خوارجو سره د تړاو په تور پکې نیول شوي دي.

ابو جلال
Exit mobile version