ترکیه کې ۳۰ کسان خوارجو سره د مرستې او تړاو په تور نیول شوي

ترکي رسنۍ وايي چې په تېرو څو ورځو کې په بېلابېلو ښارونو کې نږدې ۳۰ کسان له داعشي خوارجو سره د تړاو او مالي مرستې په تور نیول شوي دي.

د راپورونو له مخې، دا کسان په میرسین، غازیانتپ، کوجالي، استانبول او ازمیر ولایتونو کې نیول شوي دي. د ځینو نیول شویو کسانو دوسیې محکمې ته وړاندې شوې او یو شمېر نور تر تعقیب لاندې ساتل شوي دي.

له نیول شویو کسانو سره د خوارجو تبلیغاتي رسالې، د پیسو ماشینونه، وسلې، اسناد او نور وسائل نیول شوي دي.

د یادونې وړ ده، داعشي خوارج د ترکیې خاوره بېلابېلو هیوادونو ته د پیسو او جنګیالیو د لېږد لپاره کاروي، خو وروستۍ پرلپسې نیونې ښيي چې د نورو هیوادونو په څېر په ترکیه کې هم د خوارجو لیکې له جاسوسانو ډکې شوې او فعالیت یې له خنډونو سره مخ شوی دی.

 

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version