ترکیه کې ۱۱ کسان داعش سره د اړیکو په تور نیول شوي

د ترکیې اناضول اژانس وايي چې په پلازمېنه انقره او ایدین ولایت کې ترکي پولیسو ۱۱ کسان له داعشي خوارجو سره د اړیکو درلودو په تور نیولي دي.

د خبر له مخې، په نیول شویو کسانو کې ۱۰ یې بهرني وګړي دي او په دې شک نیول شوي چې بهرنیو هیوادونو کې د داعش په ملاتړ جنګېدلي وو. په خبر کې د نیول شویو کسانو هویتونه نه دي ښوول شوي.

د یادونې وړ ده، ترکیه له سوریې سره د مشترک سرحد درلودو له امله د داعشیانو ته د افرادو او پیسو د انتقال د یوه مهم مرکز حیثیت لري. زیاتره بهرني اتباع چې له داعشیانو سره یوځای کېدل غواړي د ترکیې له لارې جنګي سیمو ته ځي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version