ترکیه کې د خراساني خوارجو یو مهم مسؤل نیول شوی دی

د ترکیې دولتي اژانس وايي چې تېره پنجشنبه په استانبول ښار کې د خراساني خوارجو یو لوړپوړی مسؤل نیول شوی دی.

د اناضول اژانس د خبر له مخې، یاد کس تاجکستانی تبعه دی او شامل حکومتوف نومیږي. نوموړي د خوارجو لیکو ته نوي کسان جذبول او هغوی ته یې پیسې ورکولې.

ویل کیږي چې له حکومتوف سره د هغه مېرمن هم نیول شوې ده او له کوره یې مهم اسناد او معلومات ترلاسه شوي دي.

حکومتوف د ابو مسکین په نوم مشهور و. د یادونې وړ ده چې د خراساني خوارجو د مالي او تبلیغاتي چارو ګڼ شمېر همغږي کوونکي په ترکیه کې مېشت دي او له هغه ځایه خپل تخریبي فعالیتونه پر مخ وړي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version