ترکیه: د یو عراقی الاصل قومندان په شمول د داعش ۹ غړي نیول شوي

ترکي رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هیواد په استانبول ښار کې د ځینځیري علمیاتو په نتیجه کې د داعش ډلې ۹ نفر نیول شوي دي.

داسې ویل کیږي، چې د نیول شویو افرادو په ډله کې د داعش یو عراقی الاصل مهم قومندان هم شامل دی.

ترکیه کې د داعش افرادو د نیول کیدو خبر داسې مهال ورکول شوی، چې تازه د دغه هیواد انتخابات ترسره شوي او د امریکا او اروپا له پوره ملاتړ برخمن کاندید کلیچ اوغلو پکې ماتې وخوړله.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version