ترکي پولیسو هغه مهم ډېټابېس نیولی چې یوه داعشي پر ایراني استخباراتو پلوره

د ترکیې امنیتي ځواکونو د استانبول په هوايي ډګر کې هغه ډېټابېس نیولی چې په اروپا کې د زرګونو مخفي داعشیانو په اړه معلومات پکې دي.

د ترکیې د صباح ورځپاڼې د خبر له مخې، دا ډېټابېس ترکي ادارو له هغه داعشي نیولی چې غوښتل یې د ایران په استخباراتو یې په ۹،۳۳ میلیونه امریکايي ډالرو وپلوري.

دا ډېټابېس اول د داعشیانو له لومړي مشر ابو بکر البغدادي سره و، خو نوموړي تر وژل کېدو مخکې بل چا ته سپارلی و. وروسته د داعشیانو د دویم مشر لاس ته ورغلی. نوموړي یې اهمیت ته په کتلو پرېکړه وکړه چې بل هیواد ته یې ولېږي. خو هغه کس چې دا ډېټابېس د انتقال لپاره ورسپارل شوی و پرېکړه وکړه چې باید خرڅ یې کړي او ځان یې پټ کړ. خو وروسته بېرته داعشیانو ونیو، د تحقیق پر مهال یې دواړې پښې ترې پرې کړې خو یاد کس بیا هم اعتراف ونکړ. داعشیانو همداراز په ازبکستان کې یو او په سوریه کې دوه خپل ملګري هم د دې همدې غلا په شک ووژل.

صباح ورځپاڼه لیکي، د ترکیې استخباراتو وموندله چې ځینې کسان د یوې ډیجیټل کارګو په اړه خبرې کوي. ترکي استخباراتو ته معلومه شوه چې دا کسان د ایران له استخباراتو سره تړاو لري او له داعشي سره یې هوکړه کړې چې ډېټابېس به په ۸،۵ میلیونه یورو (۹،۳۳ میلیونه ډالره) ترې واخلي. تر څو میاشتو مذاکراتو وروسته دواړو لورو هوکړه وکړه چې دا ډېټابېس په استانبول کې ترلاسه کړي. د ایران د استخباراتو وزارت دې کسانو ته ویلي و چې د ډېټابېس د څو نمونو تر کتلو وروسته چمتو دی چې پیسې ورکړي.

ورځپاڼه زیاتوي، کله چې هغه کس چې ډېټابېس ورسره و د استانبول هوايي ډګر ته راورسېد نو ترکي پولیسو له ډېټابېس سره یوځای ونیو. د ترکیې پولیسو هغه ۵ کسان هم ونیول چې له نوموړي سره یې خبرې کولې. نیول شويو پنځو کسانو د ایران له استخباراتو سره تړاو درلود او د هغوی لپاره یې د ډرون جوړونې او انتقالاتو په برخه کې کار کاوه.

د Lone Wolf په نوم دې ډېټابېس کې د 9952 هغو پټو داعشیانو او د هغوی د ملاتړو شخصي معلومات دي چې د امریکا، کاناډا، برتانیا، فرانسه، جرمني، بیلجیم، هالنډ، سویډن، ناروې، ډنمارک، سویټزرلنډ، اتریش او هسپانیې اتباع دي. استخباراتي ادارو په ازبکستان، تاجکستان او پاکستان کې ۴۰ مخبرین مؤظف کړي وو چې په دې هیوادونو کې د ډېټابېس د موندلو هڅې وکړي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version