دوي ورځي مخکي المرصاد یوه خبر خپور کړ، چې د خیبر پښتونخوا د اورکزیو په سیمه کې د محمد اقبال په نوم یو کس د نامعلومو کسانو له خوا وژل شوی دی. محمد اقبال د پاکستاني استخباراتو یو مهم غړی و او له داعشي عناصرو سره یې پرله پسې اړیکې لرلې او همغږي یې ورسره کوله.
په بل عبارت، هغه په یو وخت کې هم د آی ایس آی او هم د داعش غړی و. له یوې خوا به یې د داعشي کسانو اسانتیاوې برابرولې، هغوی ته یې روزنه ورکوله، هدفونه به یې ورته ټاکل او په کار به یې اچول. له بلې خوا، دا ټول کارونه به یې د آی ایس آی د لارښوونو په رڼا کې ترسره کول.
تاسو کولای شئ هغه د استخباراتي ادارو او داعشي عناصرو ترمنځ د یو پُل په توګه تعبیر کړئ. خو یوازې دا نه، بلکې هغه پخپله هم یو ډول مشر و، چې د آی ایس آی لپاره به یې پلانونه جوړول، بیا به یې هماغه پلانونه دغو ډلو ته ورکول، او د همدې طرحو له لارې به یې هڅه کوله خپلې موخې ترلاسه کړي.
په دې وروستیو کې د خیبر پښتونخوا یو نومیالی عالم دین، د زرګونو زدهکوونکو استاد، د ګڼو مدرسو زینت او د هېواد په کچه یو وتلی شیخ الحدیث، مولانا محمد ادریس صاحب، د ورځې په رڼا کې په بازار کې په ډزو شهید کړل شو. د هغه له شهادت سمدستي وروسته، داعشي خوارجو د دې قتل مسؤلیت هم پر غاړه واخیست. له دې سره سم، د پاکستان دولت هڅه وکړه چې د غیر رسمي کسانو له لارې دغه دردناکه پېښه د خپلو اهدافو او سیاسي ګټو لپاره وکاروي. خو د محمد اقبال وژل کېدل او د هغه دواړو خواوو سره اړیکو یو ډېر حیرانوونکی او دروند افشاګري رامنځته کړه.
هغه داعشي عناصر چې په هېواد دننه او آن په ټوله نړۍ کې فساد خپروي، هېڅ مسلمان ترې خوندي نه دی. دوی د وحشت او بربریت تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي، د ظلم او درندګۍ نوې بڼې یې رامنځته کړې دي، او د الله پر نېکو او صالحو بندګانو د آفت په څېر راپرېوځي. د جوماتونو او مدرسو ورانول او تخریب یې خپل مسلک ګرځولی، او د دین سره تړلي خلک یې ځانګړی هدف دي. دوی له انسانیت سره ځانګړې دښمني لري؛ د انسانانو ژوندی سوځول، په بمونو پورې تړل او الوځول، او د هغوی جسدونه خاورې کول یې ځانګړې کړنلارې دي. د بېګناه ماشومانو وژل، تښتول او بېلارې کول یې یو منظم ماموریت ګرځولی دی. د ښځو سپکاوی، بېرحمانه وژنه، او وېروونکی چلند یې د عامو او خاصو خلکو ترمنځ مشهور دی.
په ټوله کې، دغه ډله چې د وحشت، درندګۍ او ظلم ژوندۍ بېلګه ګرځېدلې، د محمد اقبال په اړه افشا شویو معلوماتو وښودل چې دې ډلې ته د پاکستان د دولت او استخباراتي ادارو ملاتړ شته، او دا چې داعشي خوارج په مستقیم ډول د هغوی له لارښوونو سره سم خپل تور کارونه ترسره کوي. دا کومه لومړۍ پېښه نه ده چې داسې یو حالت رامنځته کېږي او د داعشي خوارجو او آی اېس آی ترمنځ د اړیکو دعوې ترې راڅرګندېږي، بلکې له دې وړاندې هم څو ځله، بلکې بیا بیا داسې پېښې شوې دي.
له کراچۍ نیولې تر خیبر پښتونخوا او بلوچستان پورې، د بېلابېلو سیمو په کچه یوازې په تېرو یو کال کې څو څو ځله داسې پېښې شوي چې نامعلومو کسانو داعشي خوارج په داسې ډول په نښه کړي چې د هغوی ټول معلومات او ډیټا هم خلکو ته ښکاره شوي دي. د هغوی اړیکې افشا شوې دي او د پاکستان د استخباراتي ادارو او دولتي کارکوونکو لارښوونې یو په بل پسې بربنډې شوې دي.
آن دا هم څو ځله پېښ شوي چې دولتي ادارو کومه داعشي ډله په داسې حالت کې نیولې چې په ښکاره ډول په قتل یا کوم بل جرم کې ښکېله وه، خو وروسته بیا دولتي چارواکو اړیکه نیولې او د هغوی د خوشې کېدو امر یې ورکړی، او دا یې ویلي چې دا “زموږ خپل کسان دي”، نو خبردار چې څوک پرې لاس پورته نه کړي.
دا موضوع تر دې حده عامه شوې چې د پاکستان سیاسي مشرتابه، حتا مخکښو سیاستوالو هم په ښکاره توګه په خپلو ویناوو او عامه غونډو کې د دې یادونه پیل کړې ده.
خو پوښتنه دا ده چې دولتي ادارې ولې دا دوهګونی چلند ترسره کوي؟ له یوې خوا د ناامنۍ چیغې وهي، پر ټولو ګاونډیو هېوادونو تورونه لګوي، او د خلکو د تېرایستلو لپاره هر څه چې خولې ته ورځي وایي. د “دا ترهګر دی او هغه ترهګر دی” نارې یې نه درېږي؛ خو له بلې خوا، تر پردې شا، همدغه ادارې د نړۍ له تر ټولو وحشي او بدنامه ډلو څخه یوه په خپله غېږ کې روزي، هغوی ته پناهځایونه او مرکزونه برابروي.
د تېرا درې اوسېدونکي په ښکاره وايي چې زموږ کورونه تشول کېږي او بیا داعشيانو ته ورکول کېږي. نو پوښتنه دا ده چې د دې ټولو تر شا هدف څه دی؟ آیا د پاکستان استخباراتي ادارې غواړي په همدې ډول په خپل هېواد کې ناامني خپره کړي او خپله ویره او واک ټینګ کړي؟
ایا هغوی غواړي د همدې ډلو له لارې هغه کسان له صحنې وباسي چې د حالاتو په اصل پوهېږي، او ښایي د حق خبره پورته کړي او خلک له حقیقي حالاتو خبر کړي؟ آیا دولتي ادارې په همدې لارو چارو سره خپلې هغه عیاشۍ او ګټې نورې هم پیاوړې کوي چې د خلکو د خولو او زحمت په بیه رامنځته کېږي؟
ایا دا امکان شته چې استخباراتي ادارې لومړی د همدې کسانو له لارې ناامني رامنځته کړي، او بیا نړیوال پام ځان ته واړوي تر څو ځان مظلوم وښيي او پړه پر نورو واچوي؟ او که دا ادارې غواړي د همدې ناپاکو ډلو په وسیله د نورو هېوادونو امنیت ګډوډ کړي، د هغوی اعتبار ته زیان ورسوي، او بیا د مزد په بدل کې هلته ورشي او خپل روزل شوي کسان کنټرول کړي؟ دا ټولې هغه پوښتنې دي چې د دغو پېښو په رڼا کې راپورته کېږي او د جدي غور وړ دي.
بالاخره له یوې خوا د پاکستان پوځي رژيم په لوړ غږ چیغې وهي چې د ترهګرۍ بلا پر سرونو ناسته ده، او د دې لپاره ایران، افغانستان او هند په تورونو نیسي او هغوی د دې جرم شریکان ګڼي. آن تر دې چې خپل خلک – بلوچ، پښتانه، سندهي او پنجابیان – هم وژني او زندانونه ترې ډکوي.
خو بیا چې حقایق راڅرګندېږي، نو ښکاري چې هماغه ترهګر، چې پاکستان او ټوله نړۍ یې حیرانه کړې ده، د همدغو ادارو تر سیوري او ملاتړ لاندې هم دي. نو انسان حېران شي چې هغه ترهګري، چې ټول یې پر ضد چیغې وهي، په اصل کې له کومه ځایه وده کوي؟ دا یوه پوښتنه ده، او د دې پوښتنې مخاطب ټوله ولس دی.
