تاجکستان د داعشیانو ۵۰ ښځې او ماشومان له سوریې خپلې خاورې ته بوتلل

#image_title

تاجکستان تېره پنجشنبه له سوریې د داعشي خوارجو ۵۰ ښځې او ماشومان خپلې خاورې ته انتقال کړي دي.

د راپورونو له مخې، د پنجشنبې په ورځ د سوریې په شمال ختیځ کې کردي چارواکو د داعشيانو د کورنۍ ۵۰ غړي، چې ښځې او ماشومان وو، په کویټ کې د تاجکستاني سفیر په مشرۍ د یاد هیواد یوه پلاوي ته وسپارل.

دا ښځې او ماشومان د هغو داعشیانو د کورنیو غړي وو چې د خوارجو له ظهور راوروسته سوریې او عراق ته تللي وو، خو د دې منحرفې ډلې تر شکست وروسته د کردانو لخوا نیول شوي وو او په کمپونو کې ساتل کېدل.

په کویټ کې د تاجکستان سفیر زبید الله زبیدزاده ویلي چې د دې کورنیو په انتقال سره نور په سوریه کې داسې تاجکستانۍ کورنۍ نه ده پاتې شوې چې په خپله خوښه تاجکستان ته تلل وغواړي.

د یادونې وړ ده، د تاجکستان اتباع د خپل دیني فهم د کموالي له امله د داعشي خوارجو د بشري ځواک عمده برخه تشکیلوي او په دې وروستیو کې په زیاترو بریدونو کې له دوی استفاده هم زیاته شوې ده.

 

ابو جلال
Exit mobile version