برمک: افغان داعشیان «د سیمې د استخباراتي کړیو» زېږنده ده

د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وايي، افغان داعشیان له عراق او سوریې افغانستان ته نه دي راغلي؛ بلکې د سیمې د استخباراتو له خوا رامنځ ته شوې پدیده ده، چې د دغې ډلې پر مټ غواړي پر افغانستان د فشار په توګه یې وکاروي.

نوموړي نن ولسي جرګې ته د هېواد د امنیتي وضعیت او د داعش ډلې د فعالیتونو د پراخېدو په تړاو د استازو اندېښنو ته په ځواب کې وویل، د استخباراتي معلوماتو له مخې افغان داعشیان د سوریې او عراق نه راغلي نه دي، بلکې د سیمه ییزو استخباراتي بنسټونو له خوا رامنځ ته شوي دي.

برمک وویل، د سیمې استخبارات غواړي د داعش پر مټ د افغانستان نظام راوپرځوي او د فشار د الې په توګه یې وکاروي.

د کورنیو چارو وزیر د هغو ادعاوو په باره کې ناخبري وښوده، چې د نامعلومه الوتکو له لوري د داعش ډلې سره مرستې کېږي او د یوې سیمې څخه یې بلې ته لېږدوي.

ده وویل، د دې ډول اوازو په اړه هلته سپیناوی کوی شو، چې افغانستان د رادار سیستم خاوند شي.

د کورنیو چارو وزیر د کوم هېواد نوم یاد نه کړ او نه یې هم د کومې استخباراتي ادارې یادونه وکړه.

د ولسي جرګې نننۍ ناستې ته د دفاع وزارت لوی درستیز شریف یفتلي ومنله، چې د هېواد په شمالي ولایتونو کې د داعش جنګیالي راپیدا شوي دي.

یفتلي د ولسي جرګې غړیو ته وویل، شمال کې داعش شته؛ خو دومره نه دي چې رسنۍ یې په اړه وايي.

د ولسي جرګې دویم مرستیال نذیر احمدزي چې نن یې د دې جرګې مشري هم کوله، د امنیتي چارواکو وغوښتل چې د دې ډلې د ځپلو په اړه خپله پالیسي له ولسي جرګې سره شریکه کړي.

احمدزي وویل، که داعش ډله اوس ونه ځپل شي، ښايي وروسته یې نړیواله ټولنه او افغان حکومت هم ونه شي ځپلی.

د کورنیو چارو وزیر داسې مهال داعشیان د سیمه ییزو استخباراتو زېږنده بولي، چې له دې وړاندې د ملي امنیت اداره او د ملي امنیت شورا د دې ډلې په راپیداکولو او تجهیزولو تورنه شوې ده.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version