ایران کې د باغیانو د یوه قومندان دوه زامن خوارجو سره د تړاو په تور نیول شوي

#image_title

د ایران رسمي دولتي اژانس خبر ورکړی چې په کرج کې درې افغان وګړي له داعشي خوارجو سره د تړاو په تور نیول شوي دي.

د راپور له مخې، دا کسان د کرج په ماهدشت ښار کې پولیسو د استخباراتي معلوماتو تر ترلاسه کولو وروسته نیولي دي.

د ځايي پولیسو ویاند ويلي یو نیول شوی کس محمد ذاکر رامش نومیږي، نوموړي د خراساني خوارجو د یوه ټیم مشري کوله او پلان یې درلود چې د کوچني اختر په شپو ورځو کې بریدونه ترسره کړي.

د راپورونو تر خپرېدو وروسته، د بغاوت جبهې مطبوعاتي فعالانو تائیده کړه چې رامش، د هغه یو ورور او ملګری یې ایراني پولیسو نیولي دي. محمد ذاکر رامش او ورور یې د خیر محمد خیرخواه په نوم د باغیانو د هغه قومندان زامن دي چې د ۲۰۲۲ز کال د ډسمبر میاشتې په وروستیو کې د اسلامي امارت له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شو. وروستي راپورونه وايي چې د رامش، د هغه د ورور او ملګري ترڅنګ د باغیانو درې نور قومندانان هم په همدې تړاو نیول شوي دي.

د کابل د مخکني ګوډاګي رژیم د ملي امنیت ریاست د هغه وخت رئیس، احمد ضیاء سراج، هم بي بي سي فارسي ته تازه تائید کړې چې رامش د تېر رژیم د حاکمیت پر مهال په کابل کې له داعش سره د تړاو په تور نیول شوی و، خو په ”یو دوه ساعته“ کې معلومه شوه چې بېګناه دی.

دا لومړی ځل نه دی چې د باغیانو او خوارجو ترمنځ د تړاو راپورونه خپریږي. د ۲۰۲۲ز کال په اپرېل او مئ میاشتو کې داعشي خوارجو له افغانستانه د تاجکستان او ازبکستان پر لوري توغندي وروتوغول. د همدې کال په جولای میاشت کې د برید عاملین د کندز د امام صاحب ولسوالۍ په قنجغه سیمه کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ونیول شول. په عملیاتو کې یوه نیول شوي داعشي اعتراف وکړ دا چې له دوی سره توغندي نه وو، نو د بغاوت جبهې کسانو له پنجشېره ورته راوړل.

همداراز، د داعشي خوارجو یوه مبلغ ابو حنظله جوانمرد څه موده وړاندې په یوه غږیز بیان کې باغیان خپل وروڼه بللي وو او ویل یې چې په هر لمانځه کې دعا ورته کوي. د ابو حنظله خپل نوم محمد ظریف دی او خسر یې د اسلامي امارت لخوا د هیواد تر فتحې وروسته په پنجشېر کې له بغاوتګرانو سره یوځای ووژل شو.

ابو جلال
Exit mobile version