ايټالیا کې د داعش ډلې یو فعال تاجکستانی غړی نیول شوی

ایټالیايي رسنیو ویلي چې پرون دوشنبه په پلازمېنه روم کې یو تاجکستانی وګړی د داعش ډلې د غړیتوب په جرم نیول شوی دی.

پولیس وايي دا کس له هالنډه راغلی و او د روم په نړیوال هوايي ډګر کې له کښته کېدو سره سم د نړیوال وارنټ پر اساس ونیول شو.

د خبرپاڼې له مخې، یاد کس په ۲۰۱۴ز کال کې په سوریه کې له داعشیانو سره یوځای شوی و او د ازبکستان، قرغزستان او یوکراین په شمول یې د ځینو هیوادونو د تابعیت جعلي اسناد ځان ته جوړ کړي وو.

پولیسو د نیول شوي کس د نوم یوازې دوه توري S.I. رسنیز کړي او وايي عمر یې 32 کاله دی.

دا تاجکستانی وګړی په داسې حال کې نیول کیږي چې په دې وروستیو کلونو کې له تاجکستاني اتباعو د خوارجو استفاده اوج ته رسېدلې ده. د روسیې د کروکوس هال تر وروستي برید وروسته ترکیې هم له تاجکستانه د متوجه ګواښ له امله د احتمالي زیان د مخنیوي په موخه تاجکستاني وګړو ته د وېزو معافیت ختم کړ.

ابو جلال
Exit mobile version