اوسني او پخواني خوارج هیڅ توپیر نه لري!

لیکوال: خاکسار پکتیاوال
څلورمه برخه
څنګه چې مونږ په مخکنیو لیکنو کې د اوسنیو او پخوانیو خوارجو یو څو همشکله صفات ذکر کړي وو او په هغه مو یو څه د تحقیق له قلم څخه هم تیر کړي وو. نو اوس به په دې لیکنه کې هم، د دوی په ځیني پاتې مشترکو صفاتو باندې یو څو کرښي ډکې او د دوی اصلي څهرې به مسلمه امت ته روښانه کړو ان شاءالله.
اتم مشابهت د اوسنیو خوارجو له پخوانیو خوارجو سره: په خپل منځ کې یو په بل شکونه کول او د همدې شک له وجهې خپل منځي شخړې او د خپلو نفرو وژل. که چیرته مونږ تاریخ ته سترګې ورخلاصې کړو، نو راته څرګنده به شي، چې پخوانیو خوارجو به په خپلو افرادو شکونه کول او د هغوی قتل به یې کاوه. لکه څنګه چې ابو نجدة خارجي چې د دوی/خوارجو یو لوی مشر وو، دوی د خپل شک له وجهې وواژه.( تاریخ الطبري ج 6ص174) همداسې ننني خوارج هم دي. دوی که چیرته په خپلو افرادو/اشخاصو باندې هم شک راشي، نو بې له کوم ځنډ څخه یې وژنه کوي. نه د هغه وفاء ته نظر کوي او نه هم دې ته نظر کوي چې دا/وژل شوی به یا له ما څخه په مرتبه/رتبه کې پورته وي یا ښکته. دوی/ اوسني خوارج هم له پخوانیو څخه په وژنه کې کم نه دي، ځکه مونږ همیش داسې خبرونه اورو، چې په عراق کې یې خپل په سلګونه قومندانان وژلي او له منځه یې وړي دي. په عموم کې هغه نفر چې د دوی له عقیدې او نظریې څخه لږ خلاف کار وکړي، نو دوی دا سوچ وکړي چې شاید دی/ د نظریې مخالف زمونږ له ناوړه او شومو اهدافو څخه خبر شوی وي او شاید زمونږ اهداف / هدفونه دنیاوالو ته څرګند/روښانه کړي. نو د همدې لپاره دوی په ډیره تیزۍ سره د خپل نفر قتل وکړي.
نهم مشابهت یې: نقض / ماتوالی د بیعت ده.
پخوانیو خوارجو به هم که چیرته له کوم امیر/مشر سره بیعت وکړ، نو په هغه به یې وفا نه کوله او بیا به یې له بل چا سره بیعت کاوه. همداسې که مونږ چیرته اوسنیو خوارجو ته هم فکر وکړو، نو دوی هم هیڅ د خپل امیر بیعت ته ژمن نه دي. که هر کله یې خوښه شوه نو خپل بیعت پریږدي او خپل سري کارونه کوي. همداشان د جهادي امامانو بیعتونه په ډیرو سستو دلایلو سره ماتوي او د هغوی له بیعت څخه انکار کوي. لکه څنګه چې بغدادي په خپل صوتي کې چې عنوان یې (باقیة في العراق والشام) وو داسې وویل: مونږ ته له یوې خوا د شیخ ظواهري حکم مخامخ وو او له بلې خوا د الله حکم، نو مونږ د الله حکم د ظواهري په حکم وړاندې کړ. مګر دوی په دې ځای کې له دومره دروغجنو الفاظو څخه کار واخست، چې دوی تر آخره پورې دا ونه ښوده چې د ظواهري کوم حکم وو، یواځې یې له هغه سره د بیعت په ختمولو کې خپل دروغجن الفاظ وویل او په هغه /شیخ ظواهري یې د تهمت په لګولو سره خپلې خبرې پای ته ورسولې. مګر دوی دا ټول کارونه یواځې او یواځې د خپل اصلي بادار/امریکا د امر پوره کیدلو لپاره تر سره کوي. نه یې مقصود د الله حکمونه جاري کول دي او نه یې هم د الله تعالی رضاء مقصد او هدف ده. دوی ته چې کوم کار د خپلې فایدې یا د امریکا د خوشحاله کیدلو سبب/وسیله ښکاره شي، نو هغه کار په هیڅ قیمت باندې هم نه پریږدي. دا خو لا پریږده چې یواځې د خپلو مشرانو له بیعت څخه تیر شي، بلکې که ضرورت شي دوی د خپلو پلرونو او اولادونو قتل هم کوي، مګر خپلې ګټې او د امریکا رضایت ته شا نه ګرځوي. دوی په خپلو دروغجنو خبرو کې داسې ادعاوې کوي چې دوی/خوارج د خپلو امیرانو له امر پرته هیڅ کوم کار نه تر سره کوي. مګر دا دروغجنې او بې بنیاده خبرې یې لکه څنګه چې په نوره دنیا کې ښکاره او څرګنده شوې، همداسې په افغانستان کې هم ټولو ته له لمر څخه زیاتې روښانه شوې دي، ځکه دوی/خوارجو لومړی په افغانستان کې له بعضې امیرانو سره بیعت وکړ، مګر د وخت په تیریدا سره یې هم بیعت ختم کړ او هم یې د همدې امیرانو په مقابل کې وسله راپورته کړه.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version