”امریکا د سوریې التنف بېس کې داعشیانو ته روزنه ورکوي“

د روسي استخباراتو یوه لوړپوړي چارواکي ویلي چې امریکا په سوریه کې داعشیانو ته روزنه ورکوي.

د روسیې د بهرنیو استخباراتو ادارې رئیس دا خبرې پرون چهارشنبه د مسکو په یوه امنیتي کنفرانس کې کړې دي. نوموړي ویلي چې امریکا د سوریې په التنف پوځي بېس کې داعشیانو ته روزنه ورکوي څو سیمه ییز هیوادونه وګواښي.

التنف بېس له اردن او عراق سره د سوریې پر پوله پروت دی او له سټراټيژيک موقعیته برخمن دی.

د یادونې وړ ده، روسیې د امریکا لخوا د افغانستان د اشغال پر مهال هم ویلي و چې امریکا او د هغوی تر لاس لاندې د کابل تېر رژیم د داعشیانو ملاتړ کوي. د روسیې دا نظر تر هغه وروسته نور هم تائید شو کله چې په ۲۰۱۹ز کال کې په جوزجان کې سلګونه داعشي خوارج د امریکا او تیرې ادارې د استخباراتو په ملاتړ په چورلکو کې د اسلامي امارت له عملیاتو وژغورل شول.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version