امریکایان ولې له داعش ملاتړ کوي؟

ذیر خوږیاڼیوال

لومړۍ برخه

داعش په عراق کې داسې یوه کامیابه تجربه شوه چې تر ټولو زیات زیان یې مسلمانانو وګاله او ګټه یې د اسلام دښمنانو ته ورسېدله.

داعش ولې جوړ کړای شو، او تر شاه یې په پټو او پس پرده بین المللي اهدافو لیکنه نه اوږدوم. په ملي کچه دداعش جوړښت، تمویل او د امریکایانو له خوا ترې مضبوطه دفاع، ان تر هوایي ځواک د داعش دفاع ته تیارسۍ ودرېدل زما دلیکنې محوري ټکي دي.

وروستیو کې د افغانستان د جنګ اصل هدف لکه لمر څرګند شوی دی. تر دې چې دمعدنونو دغیر قانوني استخراج لاسلیکونه په امریکا کې له اشرف غني څخه اخیستل شوي دي چې څو ورځې مخکې یې رسنیو راپورونه خپاره کړل.

د افغانستان جنګ اتلسم کال ته ننوت خو لا هم د امریکایانو دبریا فیصدي صفر ده. حتی ټول په یوه خوله وایي چې د امریکایانو بریا ناممکنه څه چې بالکل محاله ده.

امریکایان دلته دپاڼ او پړانګ منځ کې ګیر دي. که ځانونه غورځوي ورمېږونه یې ماتېږي او که ځانونه نه غورځوي دپړانګانو خولو ته لوېږي.

افغانستان کې داعشیان په لومړی ځل ختیځ کې دسپین غره په لمنه کې په یوه ویډیو کې ولیدل شول. په ویډیو کې څو تنه بېلارې طالبان چې دپاکستاني طالبانو له تحریک څخه شړل شوي ول، دڅو نورو هغو ټوپکیانو سره لیدل کیږي چې دداعشیانو بیرغ ته ورټول دي، کوم چې افغاني طالبانو د بې موجبه او بېګناه قتلونو او اختطافونو له وجې له خپلو لیکو شړلي وه.

دشینوارو یو طالب چې ویډیو کې له داعش سره بیعت کوي طالبانو د۱۴ بېګناه او مبهمو قتلونو په تور ګوښه کړی وو.

طالبانو مخکې تر محکمې په کور کېناؤه او چې محکمې ته یې وړاندې کاوه دداعش سره یې بیعت وکړ.

دداعش ټول غړي له مشهورو جهادي تنظیمونو څخه داعش ته تللي دي او نږدې ټول یې هغه مهال داعش ته تللي دي چې لومړنیو ګوندونو ته په غلا، اختطاف او بېګناه وژنو تورن شوي دي.

امریکایانو چې دداعشیانو جوړښت وکوت چې د سر خلک یې له شریعت خالي دي او په افراط کې لتاړ دي او هغه افراطي عقدیان یې برخه ده چې دخپل ذهن غُبارې ورته د مقدس دین اصیل فهم ښکاري، په شاه یې لاس ورتېر کړ او دمجاهدینو سره یې په جنګ واچول.

ننګرهار کې دطالبانو سره دداعشیانو دجنګ جګړو انګېزه لکه څنګه چې دوی دعوه کوي د اسلامي خلافت له قیامه انکار او انحراف ندی بلکې عُقده، حسد او د کړو قتلونو له کساته دځان ژغورلو لپاره ټوپک په اوږو ساتل دي. دداعش له اړخه په طالبانو دجنګ پیل دطالبانو له صفه شړل شويو منحرفو ټوپکیانو او دحزب اسلامي قومندانانو وکړ او له همغې ورځې تر نن ورځ یې جنګ فقط د طالبانو په ضد شروع دی.

امریکایانو په پیل کې نه غوښتل له داعشیانو مخامخ ملاتړ وکړي. تر ډېره یې داعشیانو ته د دوه څرخه چورلکو په توسط دشپې په توره تیاره کې اکمالات کول او هغه داعشیانو ته چې دهدفي وژنو، ځانمرګو بریدونو او مقناطیسي بمونو دنده ورترغاړې وه، دښار دننه خلک په ګوته شوي ول چې کوردینات، ترصد او مواد له همدغو ځایونو ورکول کیدل/ کیږي.

اوس چې په سیمه کې داعشیانو هغسې نفوذ پیدا نکړ لکه څنګه چې یې په عراق او شام کې ترلاسه کړ. ورسره یې افرادي قوت هم ورځ تر بلې په ختمېدو دی او ولسونه هم په دې نوم له شروع شوې لوبې خبر شوي دي، نو له امریکایانو هم لاره ورکه شوه او له سخته مجبوریته مخامخ دداعش ملاتړ ته ودرېدل.

له جوزجانه تښتیدلی یو داعشی چې څو ورځې مخکې خوږیاڼو کې طالبانو ته تسلیم شوی دی دعیني شاهد په توګه وایي: مونږ ته په جوزجان کې ډاډ راکړل شوی وو چې اربکیان په تاسو کار نلري تاسو باید ټوله توجو طالبانو ته واړوئ.

دی زیاتوي په جوزجان کې تر سقوط مخکې داعشیان چاڼ کړی شول او تر چاڼ وروسته ځینې وویستل شول او ځینې دطالبانو رحم او کرم ته پرېښودل شوه.

داعش په داخل کې له مذهبي اختلافه کړیږي، ان تر دې چې خپلو کې دمرتد او زندیق په نومونو یو او بل وربولي.

داعش په داخل کې دوه ډلې دی چې غټه ډله یې غیرمقلدین دي او وړه ډله یې دمقلدینو ده کومه چې په مسائلو کې د اسلام دستر امام ابوحنیفه رحمة الله علیه د اجتهادي مسائلو تقلید کوي . دمقلدینو او غیرمقلدینو داخلي جنجال داعش ته هم مصیبت ګرځیدلی دی چې ورسره دداعش قوت دوه پړقه شوی دی.

تسلیم شوی داعشی وایي بمبار په هغو داعشیانو کیږي چې دمشرتابه سره اختلاف پیدا کوي، هغه که په هره برخه کې وي او کله ناکله هغه ناخبره مجاهدین هم دبمبار لاندې راځي چې دداعشي مشرانو له سازشونو ناخبره، په سپین زړه دخلافت دقیام لپاره جنګیږي.

نور بیا….

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version