انګرېزانو ډېره هڅه کوله، چې د افغانستان خاوره مستعمره کړي، تر څو د شوروي اتحاد پر وړاندې یو کلک او مستحکم ځای ولري او د پرمختګ مخه یې ډب کړي.
د دې کار لپاره له انګریزانو سره درې لويې جګړې په تاریخ کې ثبت شوې، خو درېمه هغه جګړه وه؛ چې افغانستان ته یې خپلواکي ور وبښله او د هر ډول نفوذ، استعمار او تاثیر څخه خوندي نظام جوړولو ته یې زمینه مساعده کړه.
انګرېزانو هڅه کوله، چې دلته تاثیر او نظامي حضور ولري، د دوی دا هڅې له یعقوب خان سره د ګندمک له تړون چې په ( ۱۸۷۹ ) مېلادي کال وشو؛ بریالۍ شوې، له ګندمک تړون وروسته انګرېزانو دلته نظامي اډې جوړې کړې، د افغانستان په بهرنیو چارو کې یې له افغانانو څخه بشپړ استقلالیت واخیست او ټولې بهرنۍ چارې یې خپل په خوښه پر مخ وړلې.
دې کار تر څو لسیزو دوام وکړ، چې بلاخره د هیواد دیني قشر میدان ته را ودانګل، له سختې جګړې او قربانیو وروسته یې په ۱۹۱۹ میلادي کال انګریز مات او استقلال یې وګاټه، خو رهبري یې د حبیب الله خان درېم زوی چې د حبیب الله خان له مرګ وروسته په تخت ناست و؛ امان الله خان کوله.
له بریا وروسته هم امان الله خان پر واک پاتې شو، خو د ارزښتونو د ساتنې پر ځای یې د بهرنیو د مفکورو منلو دریځ ډېر نرم و، کابل یې د یوه بشپړ اسلامي ښار او دیني مرکز په ځای؛ د نړۍ په یوه عیاش ښار بدل کړ، ښځینه طبقې به نیمه بربنډ کالي اغوستل، د عصري زده کړو په نوم یې ځوانې انجونې بهر ته لېږلې، خپله په میاشتو میاشتو په بهرنیو سفرونو بوخت و؛ تر څو نوي فحاشۍ راوړي.
نهو کلونو کې یې داسې وضعیت رامنځته کړ؛ چې هیڅ د منلو وړ نه و، خو جالبه دا وه چې دې ټولو بې دینیو، فحاشیو او غربې ډیموکراسۍ ته امان الله او طرفدارانو، د متمدن او پرمختګ نوم ورکاوه، امان الله د ولسي پاڅون له لارې له واک لرې او اروپا ته تبعید شو، خو افکار یې لا هم ژوندې دي او ملت ترې رنځ وړي.