المرصاد د فتنه ګرو د بریدونو هغه پلان ترلاسه کړی چې ګاونډيو هیوادونو سره هم شریک شوی و

المرصاد هغه پلان ته لاسرسی پیدا کړی کوم، چې په افغانستان، پاکستان او ایران کې د ديني علماء کرامو د ترور او په مدرسو، د اهل تصوف په خانقاوو او د ځینو اسلامي حرکتونو په غړو د بريدونو لپاره د داعشیانو له لورې طرحه شوی ؤ.
د دې پلان د تطبيق د چارو مسؤلیت په پاکستان کې مفتي ابو عثمان، ابو محمد او خان ته (چې د داعشیانو په تشکيل کې مهم غړي دي او په پاکستان کې اوسېږي، هملته فعالیت کوي او دوی د خراسان له څانګې سره د وسلو او مهماتو مرسته هم‌کوي)، په افغانستان کې ډاکټر عمر حيدر او په ایران کې اسد بلوچ ته سپارل شوی ؤ.
د دې پلان له مخې داعشیانو د افغانستان په کابل، لغمان، ننګرهار او کندز کې په ځینو مدرسو او مطرحو علماء کرامو غوښتل بريدونه ترسره کړي او د پاکستان په پېښور، باجوړ او بلوچستان کې غوښتل په ځینو مدرسو او دیني علماء کرامو بریدونه ترسره کړي او د ایران په زاهدان او سيستان کې یې غوښتل په ځینو اهل سنت علماء کرامو او مدرسو بريدونه ترسره کړي.
سرچينه زياتوي، چې د افغانستان استخباراتي مسؤلینو د پاکستان او ايران له امنیتي او استخباراتي مسؤلینو سره د داعشیانو د ياد پلان په اړه معلومات شريک کړي وو او ترې غوښتي یې وو، چې د دیني علماء کرامو او مدارسو امنیت ته ځانګړې توجه وکړي.
د افغانستان استخباراتي چارواکو د دې پلان د خنثیٰ کولو لپاره ځانګړی ټیم ټاکلی و، چې د پرلپسې هڅو وروسته یې د دې پلان تطبیق کوونکي ( انجنير عمر حيدر ) مخفي ګاه په کابل کې پیدا او عملیات یې پرې وکړل او انجنير عمر یې له مینځه یووړ، د نوموړي د ګروپ ځینې نور افراد یی هم له مینځه یوړل او د مدرسو او ديني علماء کرامو د امنیت لپاره یې هم سلګونه امنيتي ځواکونه وګمارل.
مګر پاکستاني چارواکو په خپل وخت کوم خاص اقدامات ترسره نکړل، سرچینه دا هم وایي، چې له پاکستاني چارواکو څخه د دوهم ځل لپاره هم غوښتل شوي وو، چې د دیني علماء کرامو او مدرسو امنيت ته توجه وکړي او اقدامات ترسره کړي، مګر بيا یې هم د دیني علماء کرامو او مدرسو د امنیت لپاره هیڅ ډول امنیتي تدابیر نه وو نیولي.
داعشیانو د پیښور په ماشوخېلو سیمه کې د اعجاز الحق په نوم یو عالم، د باجوړ په سیمه کې څو تنه دیني علماء کرام او همدارنګه یې بلوچستان کې یو تن عالم په هدفي ډول په شهادت ورسول، بیا یې د دیني علماء کرامو او طالب العلمانو په یوه لویه اجتماع بريد ترسره کړ او ګڼ شمیر علماء او طالب العلمان یې په شهادت ورسول.
د امنیتي چارو د کارپوهانو له قوله پاکستان له چالاکۍ کار واخيست او د بريد له ترسره کیدو سره سم یې اسلامي امارت ته د پړې ګوته ونیوله، دا په داسې حال کې چې داعشیانو د دې بريد پړه هم په غاړه اخیستې وه، د تحليل ګرانو له نظره پاکستاني چارواکو دا کار یا د خپلو امنیتي او استخباراتي ادارو د ناکامۍ د پټولو لپاره ترسره کړ او یا یې په اسلامي امارت باندې د پاکستان د دیني علماء کرامو او اسلامي حرکتونو د بد ګمانه کولو او په افغانستان کې یې خپلو راتلونکو پلانونو ته د عامه ذهنیت د آماده کولو او ملاتړ خپلولو لپاره ترسره کړ.
د یادونې وړ ده، چې د باجوړ له بريد څخه څه موده وړاندې د امريکا يو چارواکی ( جنرال مایکل کوریلا ) هم پاکستان ته راغلی ؤ، موخې یی مرموزې وې او ګڼ ملاقاتونه یې ترسره کړل.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version