الكناية أبلغ من التّصريح

#image_title

صفت الله سیاح

 

دا یو روڼ حقیقت دی چه په نړۍ کې د مسلمانانو او کفارو ترمنځ د مُبارزې لړۍ دوام لري او په دې اړه ډېر زیات آیاتونه او احادیث راغلي خو دا چې لیکنه اوږده نشي په همدې خاطر یې نقل کول لازم نه بولم.

 

تاریخ شاهد دی چه په هره زمانه کې کفارو د اسلام او د مسلمانانو د بربادي لپاره خورا زیات زیار (کوښښ) ویستلی خو الله جل جلاله تل په دې هڅه کې ناکامه (ذلیل) کړي.

 

په همدې خاطر زمونږ په زمانه کې هم کفار قسما قسم حربې استعمالوي تر څو د اسلام او مسلمانانو د سر درد وګرځي چې تر ټولو مؤثره یې د داعش په نوم حربه ده، چې ګته ترېنه پورته کوي.

 

د نني عصر د مسلمانانو خلاف جګړه د طاغوت اکبر (امریکا) له خوا اداره کېږي چه په نړۍ او سیمه کې یې مستقیاً او یا بالواسطه کار روان کړی.

 

د افغانستان د اسلامي امارت په خلاف یې هم له هېڅ ډول مُخالفت څخه دریغ نه دی کړی.

 

چونکې داعش د امریکا بالواسطه فوج دی؛ په همدې خاطر یې د خپل فوج ټوله توجه د مسلمانو مجاهدینو صفوفو ته کړې تر څو یې مات او قوت یې لمنځه یوسي. خو د دوی په دجل او فریب اوس د یو ډېر ساده مسلمان هم سر خلاص شوی دی.

 

که څه هم بار بار وضاحت ته اړتیا نشته خو بیا هم د امارت اسلامي زعامت بار بار په دې ټنګار کړی چې داعش په سیمه کې زمونږ د ګاوندیو لخوا تأسیس کېږي، مجهز کېږي او بیا را لېږل کېږي. لکه څنګه چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي امیر خان متقي هم په خپلو اخري څرګندونو کې دې ته اشاره کړې ده؛ هغه په خپلو څرګندونو کې وویل:(په افغانستان کې د داعش ځالې نشته، خو متأسفانه چې زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره په دې هېواد کې د داعش لپاره بشري قوت او افراد تیاروي(اشاره یې تاجکستان ته ده) بل هېواد د هغې لارې پر سر پورت دی چې امن خرابونکي (داعش) ترې را تیرېږي(اشاره یې زمونږ بل ګاونډي هېواد ایران ته ده) بل هېواد بیا دوی داعش ته په خپله خاوره کې د مرکزیت د تمویل او پلان ګزاري لپاره مراکز ورکړي دي(اشاره یې پاکستان ته ده)

 

دا درې زمونږ هغه ګاونډي هېوادونه دي چې له کلونو راهسې د افغانستان د مؤمن او مجاهد ولس خلاف د امریکا د مستقیم او یا غیرې مستقیم ملاتړ په اساس کړنې ترسره کړي دي او لا یې ترسره کوي.

 

دا په ثبوت رسېدلې خبره ده چې د داعش خوارجو افرادي قوت په تاجکستان کې تیاریږي له ایران را تیریږي، په پاکستان کې فلان ګزاري کوي او په افغانستان کې د مسلمانانو امن ګواښي.

 

په دې تړاو اسلامي امارات بار بار وضاحت ورکړی؛ چې د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد په یوه مرکه کې د هغو داعشي خوارجو تعداد هم په ډاګه کړ، چې نیول شوي او وژل شوي وو.

هرماس الافغاني
Exit mobile version