افغانستان که د خوارجو هدیره؟

لیکوال: خاکسار پکتیاوال

لکه څنګه چې مونږ او تاسو ته معلومه ده، چې د اسلام سپیڅلی او مبارک دین هر چاته د دې اجازه ورکوي، چې د ده په سینه کې دې د ژوند ساه واخلي او د اسلامي قوانینو مطابق دې دده تر سیوري لاندې ژوند وکړي، نو د همدې لپاره یې د دنیا هر رنګه قانون منونکو ته ددې اجازه ورکړې، چې دوی دې د اسلام په خاوره کې مصلحانه، تجارتي او اقتصادي هستوګنه وکړي، لکن دا چې خوارج له اسلام څخه د تیریدو سره-سره د مسلمانانو مالونو ته غنیمت، اولادونو ته یې غلامان او زنانوو ته یې د مینځو نومونه کاروي، همدارنګه دوی ته د مسلمانانو وینه تویول یو روا او واجب عمل تر سترګو کیږي، دوی د مسلمانانو په مقابل کې له دومره شدت څخه کار اخلي، چې د کافر له مرګ څخه ورته د مسلمان وژل مهم او اهم په نظر ورځي، د دوی ټول کارونه او هدفونه یواځې د امریکا او د هغوی د اجنټانو په مشورو سره مخې ته ځي، دوی ته د علماوو په شهیدانولو سره دومره خوند حاصلیږي لکه د حضرت حمزه رضي الله تعالی عنه په شهادت چې کفارو ته حاصل شو، دوی د مسلمانانو په شهیدانولو دومره افتخار کوي لکه څه موده وړاندې چې( هاري وار) وکړ، دوی هغه آیاتونه په مسلمانانو تطبیقوي، چې د کفارو په حق کې نازل شوي وي، دوی مسلمانانو ته د کفر او شرک نسبتونه کوي، مګر دا کارونه د دې په خاطر نه کوي، چې دوی دې شرع یا هم اسلام په خلکو عملي کړي، بلکې یواځینی لامل او هدف یې د مسلمانانو ناحقه وینې تویول او د هغوی شهیدانول دي.

مګر دوی اوس له داسې یوه دښمن سره لاس او ګریوان شوي، چې د هغوی مخې ته د ډیرو کفري دنیاوو او سوپر طاقتونو سرونه په ځمکه ایښودل شوي او د شکست نعره یې له ستونو او حنجرو څخه راوتلې ده، دوی اوس له داسې یو دښمن سره ټټر وهلی، چې د ټولې نړۍ کافران یواځې له دوی سره په جنګیدو او مخامخ کیدلو فخر کوي، د دوی په مقابل کې اوس داسې اشخاص وجود لري، چې هغوی د کفر په ماتولو کې د صحابه کرامو رضوان الله تعالی علیهم تاریخ را ژوندی او له هغوی سره سیالي کول یې د خپل تاریخ پاڼو ته ور إضافه کړل، اوس به نه دوی د کفارو فریبونه وژغوري او نه به یې هم هغه څو محدودي پیسې وژغوري، چې دوی ته یې د مسلمانانو په له منځه وړلو کې ورکولې، دوی په دې دوکه شوي وو، چې افغانان به هم د نورو ملکونو په شان یو ماتیدونکی هیواد وي، مګر اوس به دوی ته د دې هیواد زړورتیا او پیاوړتیا یا معلومه او یا به هم ورته په راتلونکي کې څرګنده شي، دلته به همیش د دوی په لښکرو د نني برید په شان لسګونه بریدونه کیږي ان شاءالله او تر څو چې د دوی جرړې له دې خاورې څخه ونه وځي افغانان به هیڅ کله هم په خپلو نرمو بسترو کې خوب کولو ته زړه ښه نه کړي او همیش به د دوی په مقابل کې د جهاد توره له غلاف څخه ویستلې په خپلو لاسونو کې نیولي ګرځوي الله تعالیٰ دې افغانانو ته نور هم توفیق ورکړي چې دا خبیثې څهرې نابودې، څرګندې او له دې پاکې خاورې څخه د تل لپاره وباسي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version