اسلامي امارت د خلافت اعلان ولې نه کوي؟

شپږمه برخه

 

خلافت د سقوط زیانونه:

د خلافت د له منځه تللو راهیسې چې په نړۍ کې د مسلمانانو کوم حالت دی هغه د ټولو تر مخ دی، نن د مسلمه اُمت وجود بې معنیٰ دی، د خلافت له لاسه ورکولو وروسته په پوره نړۍ کې اسلامي قوانین معطل شوي، د جهاد نظام درهم برهم دی، یو مرکز نه لرو، اسلامي نړۍ په وړو وړو هېوادونو وېشل شوې ده، کفار په سیاسي، عسکري او اقتصادي ډګر کې پیاوړي شول او مسلمانان د نړۍ په هر څنډه کې مغلوب او بې وسه شوي دي.

دا چې ټول اسلامي ملت د_( علیکم بالجماعه یعنې له جماعت سره یوځای کېدل پر تاسو فرض دي) په حکم باندې عمل نه دی کړی، نو نه یوازې په هېوادونو او ډلو ووېشل شول بلکې د یدالله علی الجماعه یعنې له جماعت سره د الله نصرت وي_له دې زیري او د الله تعالی له نصرت څخه هم محروم شو.

او کله چې د تنزل دا ټولې مرحلې پوره شوې نو زر شیطان او د هغه اېجنټ یهودیانو اسلامي نړۍ په خپلو سازشونو کې ښکېل کړه، نو هغه پاتې اسلام هم ختم شو، اوس یوازې په نوم مسلمانان دي خو په خپل ژوند کې یې د غیر الله قانون خپل کړی دی.

که نن مونږ حقیقت ته وګورو، نو دا بد حال په اصل کې د الله تعالیٰ عذاب دی چې مونږ پکې اخته شوي یو، نن مونږ د الله تعالیٰ د دین سمه نمایندګي نه کوو، مونږ خو په ځمکه باندې د الله تعالیٰ نمایندګان ګرځول شوي وو، خو نن مونږ په ټوله نړۍ کې یو هېواد هم د نمونې په توګه نه شو وړاندې کولای چې د هغه په هکله مونږ داسې ووایو: اې خلکو! راشئ دا د خلافت نظام دی، دا د مصطفی صلی الله علیه وسلم نظام دی، دا د الله تعالیٰ د دین برکات دي.

نو مونږ د الله جل جلاله په عذابونو ککړ یو.

له دې عذاب څخه د وتلو واحده او یوازینۍ لاره د خاتم الأنبیاء صلی الله علیه وسلم اسوه حسنه غوره تګلاره ده، چې زمونږ لپاره د نور مینار دی او په هغه کې له دې پرته بل هیڅ نشته چې مسلمان دې الله تعالیٰ جل جلاله ته رجوع وکړي او خپل انفرادي او ټولنیز ژوند د اسلام له اصولو سره سم کړي او د خلافت د قیام لپاره په ژبه، ځان او مال سره خورا زیات کوښښ وکړي، لږ تر لږه خو په نړۍ کې په یو هېواد کې صحیح اسلامي نظام نړۍ ته وښایئ او بیا نړۍ ته دعوت ورکړئ چې راشئ وګورئ دا اسلام دی او دا خلافت دی.

ان شاء الله همداسې به کېږي.

 

منبع:(شیطان لښکر)

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version