اسراییل، امریکا او داعشي خوارج یو ځاى د مسلمانانو په وړاندې جګړه کوي

صلاح الدین ثاني

له آدمه تر دې دمه د حق او باطل مبارزه روانه ده او همدا مبارزه به ورځ تر قیامته دوام مومي، خو وختونه او زمانې توپیر کوي، کله به حق او کله به باطل واکمن وي. بدبختانه چې زموږ او ستاسو په اوسني وخت کې، د کفر او باطل پله (تله)درنده ده.
هر ورځ په خپلو سترګو د کفارو وحشي کړنې د مسلمه امت په حق کې وینو، خو د ژغورنې لارې یې خوبونو را څخه وړي دي. یهودیانو او صلیبیانو له مسلمانانو سره تل له ظلم او استبداد څخه کار اخستى، خو بیا هم د امت مؤمنو رجالو د کفارو په وړاندې خپلې سینې سپر ګرځولي او د خپل سر او مال په قرباني کولو سره یې د امت مخې ته رڼا ایښې ده.
خو زموږ دښمن په یوه شکل کې نه دى!؟
زموږ دښمن په څو ډوله دی، چې له هغو څخه خطرناک او مضر یې دا درې ډوله دي:
۱- اسراییل
۲- امریکا
۳- داعشي خوارج.

چې دا(3) واړه دښمنان څومره په مهارت سره د مسلمانانو په منځ کې جنګیږي.

۱: اسراييل د امریکا په شمول تل کوښښ کوي، چې ایران لاندې کړي، ترڅو د دوی لپاره خنډ جوړ نه شي او غواړي چې نظام یې نسکور کړي.
۲: امریکا د عراق په شمول سوریه، ترکیه، افغانستان، پاکستان او همداسې نور تر اشغال لاندې راوستل، چې اوس الحمدالله د الله جل جلاله په نصرت سره افغانستان، يې له کرغیړن اشغال څخه خلاص شو.
۳: داعشي خوارج دا د یهودو او امریکایي صلیبیانو هغه کرايي قاتلان او ملیشې دي، چې تل یې په اسلامې هیوادونو کې د مجاهدینو په ضد استعمال او جنګولې دي.
لکه ښکاره مثال یې په افغانستان کې د داعشي خوارجو جګړه ده.
د اسرائيلو هدف ایران دی، او د امریکا او داعش هدف افغانستان، پاکستان، ترکیه، سوریه او همداسې شاخوا هیوادونه دي.
نو دلته دا خبره واضح پيغام ورکوي، چې کومه کمزوري چې زموږ په منځ کې ده، دا د همدغه اسلام دښمنه عناصرو اهداف دي چې پلي کيږي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version