اروپامیشتیه خیالیګر افغان ځوانه!

خالق یار احمدزی

څو شیبې مخکې د تویتر په یوه اسپیس کې، چې بهر میشتو افغانانو جوړ کړی وه، غوږ ووم، اوریدل مې چې د اروپا له کوڅو سره نا بلد افغانان ډیر ناوخته د غربي دیموکراسي د لویدونکي لمر نندارې ته راوتلي او په یوه غږ د عقیدوي جوړښتونو، مروجو عنعناتو او پیچلو کلتورونو باندې لکه د کولبې غوایان پښې ګدي؛ څوک وایي د افغان ټولنې رهبري باید میرمنې واخلي، ځکه المانۍ انګیلامیرکل، خپل جرمني د اقتصاد په لوی قدرت تبدیل کړ.
څوک وایي دیني، اسلامي مستدلات باید نور له کاره ولویږي او د نړیوالې ټولنې له رسومو سره ځان عیار شي؛ د ملایانو پر وړاندې باید عملي بغاوت وشي او کله مو چې هغوی کونج ته کړل، سملاسي باید میرمنې د ټولواکي پر ګدۍ را څرګندې شي؛ څوک بیا په نړیوالو مسابقاتو (رزمي او غیر رزمي) کې د دوی ګډون د دې وړ بولي، چې ګواکې د ټولنې دغه کتله ددې توانایي هم لري چې سرتاسري رهبریت ته اوګه ورکړي.

ما هم د دوی د خیالیګرې نړۍ ترسیم شوي خوبونه یو یو اوریده، سخت مایوسه شوم، چې ولې زما یو ځوان چې د افغانې غیرتي مور شیدې یې روودلې، د میړنیو د کاله نمک یې څکلی، څنګه دومره پست او بې همته کیدای شي، چې آن په ټولنیزه میډیا کې هم په افغاني تمدن مسخرې وکړي، هم عقیدوي اساسات تر پوښتنې لاندې راولي او هم ټولنیز کلتوري جوړښتونه وننګوي.
زه غواړم نن همدې ځوان ته خپل زړګی په یو څو الفاظو تش کړم او یو څو سپینې خبرې یې په غوږ کې وڅڅووم.

▪زما اروپا میشتیه خیالګره افغان زلمیه، د خیالي نړۍ چورتونه، د ځوانۍ نا اشباع شوي هوسونه او پردي کلتورونه دې، غټه پټه ککرۍ خرابه نه کړي، هلته نافذه قوانین ظاهراً تاته متمدن او ماډرن بریښیدلي، خو پوی شه، چې دغه تمدن اصلا بیرته حیواني ژوند ته ورګرځیدل دي.

▪ځوانه! تا د اروپا او امریکا هسکې ماڼۍ او لوکس کورونه، پاخه سړکونه او ډول ډول عیاشۍ ونه غولوي، ستا دې سر خلاص وي، چې که مونږ همدا تمدن او پرمختګ غوښت او منلی مو وای، نو تر لویدیځې نړۍ به په هر ډګر کې اوس څو قدمه وړاندې وو.
▪ځوانه! ستا د خټین جومات ملا، چې نن یې د هیواد رهبریت ته اوګه ورکړې او تر پرونه یې هم د جومات او مدرسې د پالنې تر څنګ په ګرمو سنګرونو کې ځان ټوک ټوک کړ؛ کوم ناپوهه او نا خبره کس نه دی؛ بلکې پوهیږي چې د ازادۍ ګټل او بیا یې ساتل تر ټولو ستر مسؤلیت او لوی شهامت دی.
▪ځوانه! سمه ده چې د میرمنو تعلیم او زدکړه له مهمو اولویتونو څخه ده، خو دا هم یاد ساته چې له سړیو سره یې پرتله د هغې متمدنې نړۍ وتلو ساینسپوهانو هم نه ده کړې، چې ته یې په حواله خبرې کوې.
▪ځوانه! خبر یې؟ د لویدیځې نړۍ مطلق اقتصادي قوت د یهودانو لاس کې ده، هغه یهودان چې ځینې یې په میرمنو اجباري مخ پټونی هم لازمي بولي، هغه بې دینه ټولنه چې میرمنې په کې د وینځې له حیثیت هم لویدلې او په ورځنۍ توګه یې په هر ښار کې په لسګونو او سلګونو د اخلاقي فساد جنایي پیښې ترسره کیږي.

▪ ځوانه! هغه نړۍ چې ته یې میرمنو حامي او ملاتړې بولې، اوس له ډیرو بې بندوباریو تر ستوني رسیدلې او خپله آزادي/دیموکراسي ترې دومره آزاده شوې، چې اوس یې په کنترول ستړي دي؛ نه خو ټولنیز عزت شتون لري، نه ناموسي حیاء پاتې، نه د غیراخلاقي کړنو ګراف کم شوی او نه هم د نورو بې بندوباریو په کنترول کې کوم ملموس توپیر راغلی دی.

▪ځوانه! هغوی چې میرمنو ته په ځینو ځایونو کې د رهبریت مقام ورکړی، هغوی همدا میرمنې یواځې د جنسي غریزې د اشباع پخاطر د ټیشو پېپر په توګه کاروي.
▪ځوانه! که دې د خپل کلي کور با عفته میرمنو برتله له اروپا میشتو بې بندوباره، نیم لغړو ښځمنو سره وکړې، درته څرګنده به شي، چې د حیوانیت او انسانیت تر منځ څومره واټنونه دي.

▪زما افغان ځوانه! زمونږ او د هغوی تر منځ تفکیک په حیاء او ژمنتیا کې دی؛ حیاء تر هغې کچې ده چې حتیٰ د ډیری سیمو افغان پیغلې له خپل جنس (نورو مشرانو میرمنو) هم مخ پټوي او ژمنتیا یې بیا دا ده چې که ته اروپا کې لسیزې هم تیرې کړې، افغانه کور ودانه دې له هر ډول پټ او ښکاره خیانت پرته، ستا په تمه څلورو دیوالونو ته شیبې شماري؛ بالمقابل د هغې متمدنې نړۍ د ژمنتیا او حیاء کچه کیدای شي خپله تر ما ښه وپیژنې، چې ګړۍ په ګړۍ یې یاران بدلیږي او واک یې په هیڅ کنترول لاس بری نه وي.
▪ځوانه! سمه ده په کوردننه هم له میرمنو سره محدودوو برخوکې تبعیض روان ده، دهغوی میراث ترې ګرځول کیږي او کله نا کله هغوی له خوښې پرته ودونو ته اړ کیږي؛ چې ښایي په وخت سره یادو ستونزو ته رسیدنه هم وشي.

▪ځوانه! هغه متمدنه نړۍ چې ته یې د میرمنو د آزادۍ لپاره د نیکمرغي جنت بولې، هلته کې داسې رواجونه هم شته چې ښځینه د میاشتني عادت پرمهال، له کورونو تبعید کیږي یا له سخت او زشت چلند سره مخ کیږي.

▪ځوانه! دلته د دیموکراسي یوه سیلۍ ۱۰۰ کاله مخکې راغلې وه، چې راووړنکي یې له سپیڅلو نومونه سربیره وترټل شول، وروستیو ۲۰ کلونو کې یې چې بیا څپه راغله، بیا هم چاته د زغم نه وه او په ډیرو قربانیو ورکولو سره یې بیا هم مخه ونیول شوه؛ خو که اوس. یې بیا ته د راوړلو او بیا پلې کیدو هوس لرې، نو هیله ده دا فکر له سره وباسه، ځکه دلته که اسلامي نظام دا نه غواړي، خو اصیل پښتني کلتورونه بیا تر دې ور اخوا سخت ترینه پالیسي لري، دلته ستا د خاپوړو د ځالګۍ، هیڅ وګړی او آن ټوله جغرافیه نه غواړي چې دا شریر تخم دلته ځای ونیسي.

▪ځوانه! دلته لویدیځ فکر خپرول، د ملایانو او علمي عقیدتي کسانو په ورکیدو نه؛ بلکې د یوه نسل په لمنځه تلو هم نه شې پلی کیدای؛ ځکه دا خاوره له آره د غیرتیانو مسکن ده او هر بې ناموسه ډیر ژر له خپلې غیږې استفراق کوي.
▪ځوانه! د اوسني نظام لخوا د شریعت په تعمیل باید ټول د خوښۍ اتڼونه وکړو، کنه نو که د پښتانه په دود کلتور یا د نورو قومونو په رواجونو مخته ولاړ شو، د بې ناموسي سزا سملاسي مرګ، له کلي کوره شړل او له سره غورځول دي؛ نو که ته د هوسونو د پوره کیدو اشباع کوې، نو د اروپا له څړځایونو بل ښه د شخوند ځای نه شې موندلی…

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version