اردوغان: د داعش ډلې مشر مو په سوریه کې وژلى دى

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په سوریه کې د دوى د ځواکونو په عملیاتو کې د داعش ډلې د مشر ابو حسين القريشي د لمنځه وړلو ادعا کوي.
اردوغان زياتوي چې د دوى د MIT استخباراتي ادارې په مټ يې د سوریې په شمال کې د افرين په سيمه کې د داعش تروریستي ډلې په وړاندې د شنبې په ورځ عملیات ترسره کړل، چې په پايله کې يې د داعش ډلې ورورستى مشر ووژل شو.
هيره دي نه وي چي دا د داعش ډلې دريم مشر وو چې وروسته له ابوبکر البغدادي او ابو الحسن هاشمي څخه وژل کيږي.
اردوغان دا ادعا په داسې وخت کې کوي، چې زرګونه هغه داعشیان چې په عراق او سوریه کې يي ماتې خوړلې، اوس د ترکیې په هيواد کې د يو نامعلوم تفاهم پر اساس ميشت دي او هلته يې د ترکي سيکولر فوځ لخوا ساتنه کيږي.
د يادونې وړ ده چي په دې ورستیو کې په افغانستان کې هم د داعش د جنګ د عمومي مسؤل قاري فاتح په شمول ګڼ شمېر د داعش ډلې مشران د اسلامي امارت د ځانګړو ځواکونو له لوري وژل شوي دي.
داعش ډله په دې ورستیو کې تر ډيره وځپل شوه، سيمې يې له لاسه وتلي او مشران يې وژل شوي دي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version