چين ولي په افغانستان کي د 10 ميليارده ډالرو په ارزښت پر ليتيومو پانګونه کوي…؟

دا چي د افغانستان د ځمکې تل د رنګارنګ معدنياتو، جواهراتو او طلاوو برخمن تل دى، نو هرومرو به يې د نړيوالو پام ځان ته اړولى وي
د جيولوژيستانو له نظره افغانستان د نړۍ په سطحه يو له هغه هيوادونو څخه دى، کوم چي 12 رقمه معدنيات او ذخایر په ځمکه کې لري، او دا خاصيت د نړۍ په سطحه کې ډير لږ تعداد هيوادونه لري
دا چي افغانستان د يو بشپړ امنیت څخه برخمن او يو عادل نظام يې بدرګه کوي، چين هم د کلنو کلنو څخه په تمه ناست فرصت ته را ودانګل او د لويو او وړو پروژو تر څنګ يې د ليتيمو لاسته راوړلو پانګونې ته زړه ښه کړ
دا چي ليتيم تر بل هر هيواد په افغانستان کي ډير موندل کيږي نو په همدې خاطر د امریکا د جيولوجي ادارې په 2010 ميلادي کال کي د تحقیقاتو پر اساس (افغانستان د ليتيمو سعودي عربستان) ونومولى
او د ليتيومو زيات مقدار يې د غزني ولایت په شمول په اروزګان، نيمروز، بدخشان او هلمند ولایتونو کې تثبیت کړ

ليتيم ولي ارزښت لري، او د څه لپاره استعماليږي..؟

لکه څنګه چي لیتیم مختلف استعمالونه لري، خو موږ اړينه وګڼل تر څو تاسو ته د ليتيم کليدي استعمال په ګوته کړو
ليتيم په لاندې مواردو کي د پراخ استعمال پخاطر د نړۍ باارزښته عنصر يا محصول دى :

1. په بیټريو کې استعمال: لیتیم د خودکاره ریچارج وړ لیتیم آئن بیټرۍ کې کليدي ارزښت لري چې په ډیری پورټ ایبل يعني د انتقال وړ بریښنایی وسیلو لکه ځيرک تليفونونو، لپټاپونو او بریښنایی موټرو کې کارول کیږي.

2.  په درملو او دواګانو کې استعمال: لیتیم د دوه قطبي اختلال يا bipolar disorder او نورو رواني ناروغیو په درملنه کې د طبيعت ثبات لرونکي يا mode stabilizer درملو په توګه کارول کیږي.

3. په فضایي موادو کې استعمال : لیتیم د سپک وزن لرونکي فلزاتو په تولید کې او د فضايي راکټونو په پيشقدم کې د یوې برخې په توګه کارول کیږي.

4. په شیشه او سیرامیک کې استعمال : لیتیم د شیشې او سیرامیک محصولاتو ته د قوت ورکولو په پار کارول کیږي چې دا قوت شيشو او سيراميکو ته دا قوت ورکوي تر څو ډیر دوامدار او د تودوخې په مقابل کې ډير مقاومت وکړي.

5. غوړ: لیتیم د ماشینونو او اوتوماتیک سامان الاتو کې د هغوى د غوړ ساتلو په توګه کارول کیږي.

6. فلزات: لیتیم د المونیم او مګنیزیم الیاژ په تولید او همدارنګه د فلزاتو په تصفیه کې کارول کیږي.

7. اټومي ځواک: لیتیم په ځینو اټومي ډولونو کې د هغوى د حرارت ملایم ساتلو په پار د يخونکي په توګه کارول کیږي.

8. هوایی کنډیشن: لیتیم برومایډ د جذب ریفریجریشن سیسټمونو کې کارول کیږي، کوم چې په لویو ودانیو کې د هوا کنترول يا اير کنډيشن لپاره کارول کیږي.

افغانستان يو غني او د ذخایرو څخه مستفید هيواد دى، نړۍ د امارت په راتګ سره د د دي معدنياتو او ذخایرو وږې او تږې ده
چين يو له دغو هيوادونو څخه دى چي اوس يې په افغانستان کي د ليتيومو د را ايستلو لپاره د 10 ميليارده ډالرو په ارزښت ټټر وهلى دى او اسلامي امارت د نړۍ ټولو اړخونو ته په افغانستان کې د پانګونې په پار د هغوى د امنیت پوره ډاډ ورکوي

ليکوال : مقتصد څارګر

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version