مجيب أحمد
د ۷۲ باطلو فرقو څخه څنګه ځان وژغورو او په حدیث کې په ذکر شوې ۷۳ مې ناجیه فرقه یعنې کامیابه فرقه کې داخل شو، چې په اړه یې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: (دا فرقه منصوره ده او د قیامت تر ورځې پورې به قایمه وي)؟
امام عبدالله بن مبارک ـ رحمه الله ـ فرمايي: په حدیث مبارك کې د ذکر شویو ګمراه فرقو بنسټ په څلورو فرقو ولاړ دی او دا څلور فرقې د لاندې څلورو خود غرضه فرقو په قول ولاړې دي:
1⃣ قدريه
2⃣ مرجیه
3⃣ شيعه
4⃣ خوارج
امام بربهاري ـ رحمه الله ـ د امام عبدالله بن مبارک ـ رحمه الله ـ د دغه قول نور وضاحت کوي او وايي:
ـ هغه څوک چې ابوبکر، عمر، عثمان او علي د رسول الله صلی الله علیه وسلم له نورو صحابه کرامو څخه افضل ګڼي او د نورو صحابه کرامو په اړه آن په اشاره او کنایه هم څه غلطه خبره نه کوي، بلکې د ټولو صحابه کرامو په اړه ښې خبرې کوي او هغوی ته دعا کوي؛ نو دا دې شیعه ګانو په فرقه کې نه دی شامل.
ـ هغه څوک، چې عقیده یې دا وي، چې ایمان د قول او عمل دواړو مجموعه ده او ایمان زیاتیږي هم یا کمیږي هم؛ نو دا دې ارجاع څخه خلاص شو او دا په مرجیه فرقه کې نه دی شامل.
ـ هغه څوک، چې وایي، چې لمونځ په هر نیک او فاسق پسې شاته روا دی، جهاد به یوازې د حاکم په موافقت تر سره کیږي او دا یې فکر وي، چې د سلطان په مقابل کې خروج کول روا نه دي؛ بلکې د هغه لپاره د اصلاح او خير دعاء کول صحيح دي؛ نو دا په خوارجو کې نه دی شامل.
ـ هغه څوک، چې دا عقیده لري، چې تقدیر د خیر وي یا د شر، ټول د الله تعالی له لوري دی او دا د هغه اختیار دی، چې چا ته وغواړي ګمراه یې کړي او چا ته، چې وغواړي هدایت ورته وکړي، نو دا په قادریه فرقه کې ن دی شامل.
څوک چې دا څلور خبرې پوره کړي؛ نو پوه شه، چې دا سړی د اهل السنة و الجماعة په فرقې کې داخل دی. [شرح السنة للباربهاري]
له سهل بن عبدالله ـ رحمه الله ـ څخه پوښتنه وشوه: څنګه به پوهېږو، چې دا کس له اهل السنة و الجماعة څخه دی؟
هغه وویل: څوک چې لاندې ځانګړتیاوې ولري:
1. د مسلمانانو له جماعت څخه نه ووځي. (مسلمان حاکم مني او مقابلې ته یې نه ووځي).
2. د رسول الله صلی الله علیه وسلم هیڅ یو صحابي ته بد نه وایي.
3. په هيڅ حالت کې هم د امت محمديه پر خلاف توره نه کاروې.
4. د تقدیر څخه انکار کونکی نه وي.
5. د چا په ایمان کې شک نه کوي. ( لکه خوارج)
6. په دیني مسئلو کې بې ځایه بحث او مباحثه نه کوي.
7. د قبلې په خلکو کې د ګناهګارو جنازه کوي او د هغوی لپاره د مغفرت دعا کوي.
8. په موزو له مسح کولو څخه ډډه نه کوي.
9. حاکم که نیک وي او که بدکار، بیعت نه ورسره ماتوي.