په سوریه کې د هیئت تحریر الشام بریا د منځني ختیځ د وضعیت او نړیوالو دریځونو په بدلون کې خورا مهم ځای لري، هیئت تحریر الشام په منځني ختیځ کې د بشار الأسد د رژیم پر ضد د هغه وسلوالو ډلو مجموعه بلل کېږي، چې په سوریه کې د بشار الأسد ظالم رژیم پرځول او د یو صالح نظام قایمول غواړي، خو داعش ډله بیا له دوی سره په توپیر، په منځني ختیځ کې د خپل نفوذ پراخولو لپاره د اسلام پالو ډلو په ضد هم جنګېږي.
په سوریه کې د هیئت تحریر الشام تر څنګ، کُردان هم پر ډېره جغرافیه حاکمیت لري، داعش ډله هم پر ځینو سیمو نفوذ لري، خو د واکمنۍ سیمې یې لږې دي؛ یادي دوه ډلې د تحریر الشام په وړاندې هغه خنډونه دي، چې ښايي د ځینو هېوادونو لخوا د نیابتي ډلو په توګه د هیئت تحریر الشام په ضد، له بهرنیو همکارانو سره همغږي نظامي اقدامات وکړي.
ښايي کُردان د داعش په کچه خطرناک ونه اوسي او د جګړې په ځای د تعامل لار غوره کړي، خو داعش ډله د نیابتي جګړو پراخه مخینه لري، دغه اجیري ملېشې د نظامي فشار د ابزار په توګه د نړۍ په بېلابیلو هېوادونو، په ځانګړې توګه منځني ختیځ کې د اسلام¬پالو ډلو او ځینو هېوادونو د ګواښلو په موخه استفاده شوي دي؛ د دې تر څنګ د داعش ډلې رهبري او مشرتابه په منځني ختیځ کې مېشت ده، له همدې امله هم پر شام او سیمه د خپل نفوذ ساتنې په موخه له هڅو درېغ نه کوي.
د سوریې د ستراتیژیک موقعیت له امله دغه هېواد د ایران، روسیې او نورو هېوادونو لپاره خورا ارزښت لري، دوی غواړي تر سترګو لاندې په منځني ختیځ کې د امریکا او د هغوی د متحدینو پرمختګونه وڅاري؛ خو ښکاري چې روسیه د یوکراین په جګړه کې د ښکېلتیا له امله منځنی ختیځ پرېږدي، په دې سره تحریر الشام د ثبات پر خوا ګام اخلي، خو ایران بیا هم د ګواښونو په رامنځته کولو لاس پوري کولای شي.
صهیونیستي رژیم چې برحال د فلسطین په جګړه کې ښکېل دی، په منځني ختیځ کې د اسلام¬پالو ډلو پرمختګونه څاري او په اړه یې بې دریځه پاتې نشول، ځکه اسرائیلي رژیم وېره لري، چې په سوریه کې د بشار الأسد له پرځېدلي رژیم څخه پاتي نظامي تجهیزات د حماس په شمول د منځني ختیځ د نورو جهادي ډلو د تقویې او صهیونیستي رژیم د چلینجولو لپاره استفاده نشي او د یوه اتحاد په رامنځته کولو اسرائیل ونه پرځوي.
په منځني ختیځ کې د سوریې د مهم والي له امله د هیئت تحریر الشام د حاکمیت بشپړوالی او دوام په مجموع کې د صلیبیانو له ستراتیژیکو موخو سره په ټکر کې دی؛ خو هیئت تحریر الشام د شریعت په تطبیق، شته ولسي ملاتړ د ساتنې، له غچ اخیستې په تېرېدو، عمومي عفوې تطبیقولو او نړیوال سیاست کې د بې طرفۍ په ساتلو د مثبتو تعاملاتو رامنځته کولو سره کولای شي مرکزي او با ثباته نظام رامنځته کړي او د دایمي ثبات پر خوا ګامونه واخلي.