په اوسني دور کې د اسلام د بقاء حالت! لومړۍ برخه

خالد حمزه

#image_title

اسلام هغه مبارک دین دی، چې د ژوند ټول اړخونه لکه؛ سیاست، اقتصاد، تجارت، اخلاق، عبادت او کلتور په بر کې نیسي، یعنې اسلام د ژوند هغه تګلاره ده؛ چې د توحید له سپیڅلې عقیدې منشاء اخلي، هغه الهي قانون دی، چې د بشریت د مشکلاتو بشپړ حل پکښې موندل کېږي او د هدایت او کامیابۍ یوازینۍ مرجع ده.

 

واحد امت که د نورو په دورو پورې هم وتړل شي؛ نه ورک کیږي، هغه ‎اسلام دی، اسلام دی چې په هر عصر کې د ټولنې او وګړو ټولو مشکلاتو ته ځواب ویونکی دی!

 

د تاریخ په اوږدو کې؛ چې هر کله مونږ را لوېدلي یو او ماتې مو خوړلې؛ بیا تر هغه په ښه ډول را پاڅیدلي یو، د زوال ترخه او عروج خواږه مو تجربه کړي، چې دا لړۍ همداسې روانه ده او تر قیامته به دوام مومي.

 

رسول الله صلی الله علیه وسلم د اسلام د مبارک دین د خپرولو په تکل؛ په یوازې ځان او د الله په نصرت مبارکې مټې راونغاړلې، د دعوت په لاره کې یې هر ډول سختۍ په ځان ومنلې، مګر په هوډ او عزم کې یې هيڅ تزلزل رانغی، چې په پایله کې یې د یوه داسې اسلامي نظام د بڼسټ ډبره کښېښوده؛ چې هيڅ مثل یې نشته.

 

پیغمبر صلی الله علیه وسلم د مسجد امام، د مجاهدینو سر لښکر، د صحابه کرامو استاد او د الله تعالی رسول و، یو داسې قرآني نسل یې تربیه کړ؛ چې د تاریخ نقشه یې له سره جوړه کړه، ټوله نړۍ یې د جهالت له تیارو؛ د اسلام پر رڼا منوره کړه!

 

د رسول الله”صلی الله علیه و سلم” له رحلت وروسته عربي جزیره مرتده شوه، یوازې څو ښارونه لکه؛ مدینه منوره، مکه مکرمه، طایف او بحرین په امن پاتې شول، چې د زکاة له ورکړې منکر نه شول.

 

خلک په ډلییزه توګه له اسلامه واوښتل، پاتې مسلمانان په دین ځورول کېدل، قتلېدل، ځینو د پیغمبری دعوې وکړې، کفر او طاغوت د عربي جزیرې ټولې برخې ونیولې، تر دې چې ځینې صحابه کرام هم ناهیلي شول، د امت حالت د نن پر تله څو چنده بدتر و.

 

حتی چې ځینو ابوبکر رضی الله عنه ته وویل: اې! د رسول الله صلی الله علیه وسلم ځای ناستیه:

موږ نه شو کولای چې له ټولو عربو سره وجنګیږو، پر خپل کور کښېنه، دروازې وتړه او تر مرګه ځان د الله جل جلاله په عبادت مصروف کړه.

 

داسې فکر کېده؛ چې د مقاومت وس او توان نشته، ناهیلۍ هرې خوا ته خپلې وزرې غوړولې وې، داسې حالت و؛ چې تحمل یې د ټولو له توان وتلی و.

 

خو ستر ابوبکر صدیق رضی الله عنه یوه داسې پریکړه وکړل؛ چې تاریخ یې په لړزه راوست، داسې غږ یې وکړ؛ که نن یې هم څوک بدرګه کړي؛ پر ټوله نړۍ به حاکم شي.

 

ستر صدیق وویل:

ایا دین دې ناقص شي؛ په داسې حال کې چې ابوبکر ژوندی وي؟! په یوازې ځان ور سره جنګیږم، تر هغو چې سر مې غوڅ او روح مې لاړ شي.

هرماس الافغاني
Exit mobile version