په افغانستان کې د داعش سياست او موخې

دوهمه برخه

طاهر احرار

 

غرب د افغانستان په مشرقي ﺯون کې يو پلان ګذاري وکړه، هغه هم د حنفيت او سلفيت پر نوم، د دې پر ځاى چې احناف له هغوى سره بحثونه، مناظرې وکړي، هغوى د افغانستان د اسلامي امارت وﺯر نور هم محکم کړ او وپوهېدل که دغه فتنه له بيخه لرې نشي او جرړې يې راونه وځي د ملت لپاره به يو سخت د سر درد جوړ شي.

امريکا د دغه پلان سره-سره دوهم پلان ګذاري د افغانستان په شمال کې وکړه، هلته يې هم داعشي خوارج په هيلوکوپترو، ﺯرې موټرو کې انتقال کړل او بيا يې د پښتون، فارسي ژبي پر نوم يو بل اختلاف ته لمن ووهله، دوى ځانونه تاجک معرفي کول. په حقيقت کې دا د افغانستان د قومي جنک پر لور سوق کول وو، حاکم قراردادي نظام هم دومره لوى اشتباهات کړي وو، چې افغانستان یې همدغه وېش او جنګ ته سم برابر کړى وو.

که هلته د افغانستان د اسلامي امارت با تدبيره قيادت موجود نه وى، قريبه وه چې افغانستان يو قومي جنک ته رسېدلاى وى، خو لله الحمد داسې ونشول مشرانو دواړه لوري ورورۍ ته راوبلل او د دغې فتنې له سياست او موخو يې خبر کړل. په شمال کې قیصه دې حد ته هم ورسېده؛ چې هر کله ځايي خلک د اسلامي امارت په ملاتړ راووتل او له داعش سره وجنګېدل، هغوى يې تېښتې ته مجبور کړل، د ګوډاکي نظام عسکر د چورلکو سره راغلل او داعشيان يې خوندي ځايونو ته ولېږل، مشران يې د کابل په هوټلونو کې ميلمانه کړل.

د امريکا موخه دا وه چې افغانستان د عراق په څېر په کورنيو جنګونو اخته کړي او بيا داسې قومي جنګونه چې هيڅ پاى به ونه مومي. دوى همدلته په امن پاتې شي او قراردادي حاکم نظام د خلکو عزتونو سره لوبې وکړې. لیکن افغانانو بيا هم خپل وحدت محکم وساتلو، امريکا د هغوى متحدين، قرارداديان ټولو ته يې پرمخ درنه څپېړه ورکړه.

تاسې ولیدل چې د فتحې پر وخت اکثر فارسي ژبي ولایتونه د پښتو ژبې ولايتونو څخه مخکې (اول) فتحه شول دا د همدې خلکو پوهه او تجربه وه چې هېواد يې د وېش پرځای خپلواک کړ.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version