په اسلام کې د جهاد فلسفه

څلورمه برخه

طاهر احرار

 

۲: يوه بله ډله خلک چې د جهاد مفهوم يي وسيع ګرځولى، بعضې اهل علم حضرات او اهل قلم دي، دغه حضرات که چېرته په قتال کې شريک هم نشي بيا يې هم زړونه له مجاهدينو سره وصل وي، پر دوى معمولي انتقاد هم سبب د ګناه ګرځي، ځکه د هغوى دَ درس و تدريس په برکت سنګرونه آباد دي، دوى مجاهدين تربيه کوي او دغه صف ته د جذب جدوجهد کوي.

دوى علم دين نورو ته د ورزده کړې له امله او د خلکو مسائلو د جوابولو لپاره او په علم دين کې د تفقه له امله په قرانکريم کې هم دَ اشد ضرورت نه بغير له قتال څخه مستثنى شوي دي، دوى مجاهدين بلل کيږي.

همداشان ځينې لیکوالان چې د هغوى لېکنې په دُښمنانو د يو تندريز بريد په شان اثر لري او هغوى خو يا په نورو ممالکو کې ژوند کوي او يا د نورو معقولو عذرونو له وجې نشي کولى چې په قتال کې شريک شي دوى هم مجاهدين بلل کيږى.

اګر چې هغه فضېلت او بهتري چې په جهاد کې قتال کونکو ته حاصليږي، قاعدينو ته به کله هم حاصل نشي.

يوه بله ډله خلک چې هغوى خپل مال او شتمني د خداى جل جلاله په لار کې مصرفوي، مجاهدين تجهيزوي، هغوی ته د جهاد لپاره اسلحه، البسه او يا نور ضروريات پوره کوي، د خداى جل جلاله په نزد د لوى اجر او ثواب مستحق دي.

الغرض هر فعاليت جهاد نشي بللى او هر معمولي فعاليتونو ته د جهاد نوم ورکول د اسلامي احکامو تحريف بلل کيږي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version