محمد نبي سلطاني
پر خداى تکيه، خپل برخليک خداى ته پرېښوول او د خداى په هيله کېدلو ته توکل وايي.
يا په بله معنى پر خداى باندې پوره اعتماد توکل دی.
توکل د الله جل جلاله د معرفت د کمال څخه سرچينه اخلي په هره اندازه چي مسلمان بنده د الله جل جل جلاله د قدرت، رحمت او حکمت په صفاتو پوهېږي د هغه لوی ذات سره يې د زړه اړيکې ټينګيږي.
د عرفاني اصطلاحاتو له مخي توکل پر خداى باندې پوره اعتماد او له هغه پرته د بل هرشي څخه ډډه کول دي، (خو دا په دې معنى نه ده، چې انسانان خپله اراده پرېږدي، چې نه خبرې وکړي او نه فکر او ذکر د کار څخه لاس واخلي، په کارونو کې تدبير او احتياط پرېږدي، هر څه الله تعالى ته حواله کړي، بلکې توکل دا دی، چې د احکامو او وجائبو د تعميل لپاره اوچت سي او د دې لپاره ملا وتړي چې خپل مسئوليتونه ترسره کړي او د نتايجو په اړه يې ډاډه او مطمين وي، چې الله تعالى زما هلې ځلې نه ضايع کوي).
( پر الله ايمان: ١٥٤ ، مخ)
د توکل په اړه په قرآن کريم کي ډېر ايتونه راغلي دي، الله فرمايي: وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ. ( العمران:۱۲۲)
ژباړه: او مؤمنان خو بايد پر الله توكل وكړي.
قُلْ لَنْ يُصِيبَنَا إِلَّا مَا كَتَبَ اللَّهُ لَنَا هُوَ مَوْلَانَا وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ. ( التوبه: ٥١ )
ژباړه: ورته ووايه هيڅكله له هغه پرته څه نه رارسېږي چې الله راته ليكلي دي، هغه مو مولا دی او مؤمنان خو بايد پر الله توكل وكړي.
وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَنُبَوِّئَنَّهُمْ مِنَ الْجَنَّةِ غُرَفًا تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا نِعْمَ أَجْرُ الْعَامِلِينَ، الَّذِينَ صَبَرُوا وَعَلَى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ. (العنکبوت: ٥٨ – ٥٩)
ژباړه: او هغه چي ايمان یې راوړى او نېك عملونه یې كړي؛ هرومرو به يې د جنت په داسې دنگو دنگو ماڼيو كې مېشت كړو، چې ترې لاندي ويالې بهېږي، تلپاتي په هغه كې، څومره غوره دی د دغو عمل كوونكو اجر، هغه چې صبر یې وكړ او پر خپل رب توكل كوي.
دا مبارك آيتونه وايي: (صبر) او (توكل) د مؤمنو عمل كوونكو صفات او ځانگړتياوي دي.
پر خداى باندې د مسلمان توکل د هغه غوښتونو، د رحمت د انوارو د پلوشو د نژدې والي پر لور ثمر ته رسوي.
مسلمان بنده د خپل نيت او لومړني عمل شي، چې خداى ته څرګند دی د خپلې کمزورتيا او نارسايي سره د هغه لوړ ذات مرسته غواړي او د همدې هدف لپاره توکل کوي، چې هغه لوړ ذات چې ټول کاينات او مخلوقات يې پيداکړي دي، د بنده حسن نيت او توکل مني او د هغه لپاره دهغه د عملونو او د هغه د کاميابۍ لار پرانيزي.
توکل په ټولنيز او اخلاقي لحاظ د فرد او ټولنې په اصطلاح او سمون، په خير او فلاح کې خورا مهم رول لري، چې هم فرد او هم ټولنې ته دا جرئت وربخښي چې عمل وکړي، صبر ولري، په نيمايي لار كې بې حوصلې او بې صبره نه سي، كله چې له ستونزو او كړاوونو سره مخامخ سي پښېمانه نه سي، پر خپل رب توكل وكړي، الله تعالى ځان ته كافي وگڼي، د خپل نېك عمل له نتائجو او پايلو ډاډه او مطمئن و اوسي.