د رسول لله صلی الله علیه وسلم له زمانې څخه آن تر نن پورې کفارو او منافقینو د اسلام د مبارک دین په وړاندې محکم سنګرونه نیولي دي، خو تر دې ټولو زیات چې د اسلامي ټولنې او نظام په وړاندې مضر واقع شوي هغه خوارج دي.
پخوانیو خوارجو د خپل افراطیت له مخې خلک په وړو وړو ګناهونو مرتد ګڼل او په ډېرو ناچیزو موضوعاتو یې د اسلامي خلافتونو په وړاندې په بغاوت کولو لاس پورې کاوه، د دوی د فکر لومړۍ مرحله له هغه وخت څخه راپیل شوه کله چې عبد الله ذوالخویصره د خپل افراطیت، کم عقلۍ او بې ادبۍ له امله رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ووېل اعدل یا محمد! (انصاف وکړه اې محمده!) په داسې حال کې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم تر ټولو خلکو زیات انصاف کوونکی او عادل شخص و.
بیا هغه مبارک صلی الله علیه وسلم د ده په هکله داسې وفرمایل: ان من ضئضئ هذا قوماً یقرءون القرآن لا یجاوز حناجرَهم یقتلون اهل الاسلام ویدعون اهل الاوثان یمروقون من الاسلام کما یمرق السهم من الرمیة لئن ادرکتهم لاقتلنهم قتل عاد
ترجمه: د دې سړي په نسل کې به داسې قوم را پیدا شي چې قرآنکریم به لولي خو تر ستوني به یې نه ښکته کېږي، له اسلام څخه به داسې وزي لکه غشی چې له ښکار څخه وزي، مسلمانان به وژني خو کافران به پرېږدي، که ما دوی پیدا کړل د عادیانو غوندې به یې وژنم.
د خوارجو ظهور د عثمان او علي رضی الله عنه په زمانه کې وشو، لیکن زیات قوت او د مسلمانانو په وړاندې بغاوتونه یې د علي او معاویه رضی الله عنهم د حکومتونو پر مهال او له هغې وروسته د اموي خلافت د بېلابېلو خلفاوو په وړاندې په ځانګړې توګه د عبدالمالک بن مروان او ولید بن عبدالمالک د حکومتولۍ پر مهال رامنځته شول.
د عباسي خلافت پر مهال هم په ځینو سیمو کې د خوارجو فتنه موجوده وه چې د هارون رشید په ګډون د خلافت زیاتو حکامو یې په وړاندې سختې جګړې تر سره کړي دي، خو په دومره شمېر نه و موجود څومره چې د اموي خلافت پر مهال موجود وه.
که څه هم په وروستیو کې د عثماني خلافت په وړاندې د خوارجو فتنه نه وه موجوده، لېکن په ځینو لرې اطرافي سیمو کې خوارجو خپلو نظریاتو ته ترویج ورکاوه، خو د نهایي کمزورتیا له کبله یې نشوای کولی تر څو په بغاوت کولو لاس پورې کړي.
د عثماني خلافت له ړنګېدو سره خوارج هم غلي او تیت پرک شول، ځکه د مسلمانانو یوه داسې قوي دولت شتون نه درلود چې دوی یې په وړاندې بغاوت کړی وای، له څو لسیزو وروسته کله چې په سیمه کې یوځل بیا د مجاهدینو لیکې پیاوړې شوې او د یو بل خلافت د بیا اعادې امکان یوه اندازه اټکل شو نو په وړاندې یې د داعش په نامه یو خوارجي غورځنګ راپاڅېد.
د داعشیانو افکارو او اعمالو کټ مټ د پخوانیو خوارجو له افکارو سرچینه اخیسته، دوی هغه کسان ټول مرتدین وبلل کوم چې د داعش له داعیې سره مخالف و، دغه راز د مسلمانانو او اکثریت شمېر مجاهدینو ښځې یې وینځې ونومولې او مرتکب د ګناه کبیره یې مرتد وبللو.
د دې تر څنګ یې د اسلامي نړۍ اکثریت مجاهدین، علماء کرام او مخور اشخاص په شهادت ورسول، د ملکي خلکو د تګ راتګ په ځایونو، بازارونو، جوماتونو او تعلیمي مراکزو کې یې په وحشیانه ډول چاودنې ترسره کړې او د خپل افراطیت له مخې یې خلک له سختو مشکلاتو او زیانونو سره مخ کړل.
تر دې چې په ټوله اسلامي نړۍ کې دیني علمانو او مجاهدینو په یوه خوله د دوی د محوې لپاره مبارزه پیل کړه او دا ستره فتنه یې د مسلمانانو په مقابل غلې کړه، اوس مهال د داعش فتنه تر ډېره حده کمزورې او ورکه شوې ده لیکن ځینې استخباراتي کړۍ لا هم په دې هڅه کې دي تر څو د مسلمانانو په مقابل کې یاده فتنه ژوندۍ وساتي.