پاکستان د ګړنګ پر غاړه! اتمه برخه

اقبال حمزه

اتم لامل چې پاکستان به سقوط کوي، هغه د پاکستان د خپلو ګاونډیو هېوادونو سره خراب روابط دي، پاکستان همیشه له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره د چل او فریب اړیکې ساتلي دي. د هند او پاکستان لانجې د پاکستان د پیدایښت سره یو ځای شروع شوې دي.

که تاریخ ته نظر وکړو، د هند او پاکستان تر منځ درې لویې جګړې شوي دي، او دواړه هېوادونه په دې پوهېږي چې د یو بل موجودیت د بل لپاره ګواښ دی، د هند او پاکستان لانجه داسې نه ده چې د خبرو له لارې هواره شي، او نه هم داسې ده چې پاکستان د یو څه د لاسه ورکولو په بدل کې د هند سره اړیکې جوړې کړي، بلکې هند د پاکستان د جغرافیې دعوه لري، او د پاکستان موجودیت په بشپړ ډول نه مني.

په شلمه پېړۍ کې پاکستان او هند تقریباً مساوي پرمختګ کاوه، خو په تېرو شلو کلونو کې هند بې‌ساری اقتصادي او نظامي پرمختګ کړی، او پاکستان بې‌ساری د شاته پاتې کېدو په حال کې دی، همدارنګه په استخباراتي لحاظ هم په دې وختونو کې هند پر پاکستان برلاسی دی، پاکستان د هند په مقابل کې یوه ستره ضربه د پاکستاني پوځ د رژیم له امله ولیدله.

شل کاله وړاندې یې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې پوره استخباراتي نفوذ درلود، او د هغه سیمې مسلمانانو پاکستان ته ډېر اهمیت ورکاوه، پاکستاني پوځي رژیم د اسلام او جهاد د نوم څخه په استفادې پر هغوی خپل نفوذ ساته.

خو کله چې د هند تر کنټرول لاندې مسلمانانو ولیدل چې پاکستاني جنرالان یې په وینو تجارت کوي، تر هندوانو ډېر ظلمونه ورسره کوي، او د کشمیر مهاجرینو ته په سپکه ګوري، نو پوه شول چې د “غزوة الهند” جهاد او اسلامي اخوت پاکستاني جنرالان یوازې د خپل ظالمانه رژیم د دوام او شخصي ګټو لپاره کاروي.

نو دوی د پاکستاني پوځي رژیم څخه مخ واړاوه او د هند حکومت ته ور نژدې شول، همدې سبب د هند لپاره اسانه کړه چې تر کنټرول لاندې سیمه یې په بشپړ ډول خپله کړي، او اوس هڅه کوي چې د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر ته لاسونه ور اوږده کړي، که د پاکستان پوځي رژیم اسلامي تګلاره خپله نه کړي او همداسې د اسلام څخه منحرف روان وي، ډېر ژر به د دوی تر کنټرول لاندې کشمیر هم وبایلي.

خو دا باید هېر نه کړو چې هند به یوازې په کشمیر نیولو اکتفاء ونه کړي، بلکې د هند دعوه تر سیند صوبې رسېږي.
که لږ دقیق نظر وکړو، د پاکستاني پوځي رژیم متزلزل حالت او د هند بې‌ساری پرمختګ، د هند له خوا په پاکستان کې مداخله نوره هم اسانه کوي.

همدارنګه ایران چې د پاکستان بل ګاونډی هېواد دی، څه موده مخکې د یو بل پر ضد ناڅاپي بریدونه وکړل، دا ښيي چې پاکستاني پوځي رژیم د ایران سره هم د اعتماد وړ اړیکې نه لري، ایران هم پوهېږي چې پاکستاني رژیم د امریکا حلقه‌به‌گوش غلام دی. که امریکا ورته امر وکړي، د ایران په مقابل کې هر څه کوي. او که امریکایان وغواړي، پاکستان لکه څنګه چې خپل بل مسلمان ګاونډی افغانستان ته یې پر ضد هډې ورکړي، د ایران پر ضد به یې هم ورکړي. د پاکستان د پوځ همدا د امریکا غلامي د پاکستان بل ګاونډی هېواد چین هم پر پاکستان بې‌اعتماده کړی دی.

د پاکستان بل ګاونډی افغانستان دی چې فی‌الحال یې ورسره اړیکې سختې خرابې دي. د افغانستان پر ضد یې امریکا ته خپل هوايي حریم ورکړی، او هره ورځ د پاکستان له خاورې د امریکا ډرون الوتکې افغانستان ته ننوځي.
همدارنګه یې پر افغانستان ښکاره تجاوز شروع کړی دی، چې دا دښمني په اوږدمهاله ډول د پاکستاني پوځي رژیم د ذلت سبب ګرځي.

لنډه دا چې د پاکستان ټول ګاونډي هېوادونه اوس په دې پوهېږي چې پاکستان هېواد نه دی، بلکې د امریکا او لویدیځ د نظامي قوت یوه کرایه شوې هډه ده، که د پاکستان پوځي رژیم سیاست د ګاونډیانو په مقابل کې همداسې روان وي، نو ګاونډیان هم مجبورېږي چې د پاکستان پر ضد لاسونه یو کړي، د پاکستان مخالفین تقویه کړي، او یا هم د نظامي ځواک په زور د پاکستان پوځي رژیم سقوط کړي. تر ډېره حده اوس د هند صبر هم خلاص شوی دی او همدا فکر کوي چې د پاکستان پر ضد پرته له نظامي مداخلې بله ګټه نه شته.

Exit mobile version