پاکستان او د فوځ واکمني

حماد شېرزاد

 

په نړۍ کې هر هېواد يو حکومت او حکومت يو سيستم لري. څه شاهي، ډېر ډیموکرات او څه جمهوريتي نظامونه لري.

پاکستان په نوم اسلامي جمهوري نظام دی او په نوم ځکه دی، چې تر شا يې پوځ حاکم دی او هر هغه څه چې په پاکستان کې کېږي، پوځ يې کوي او د هغوي لخوا اداره کيږي.

د پاکستان د تاريخ داسې لسيزه نشته، چې په هغې کې پوځ مستقيماً نه وي دخيل شوی يا يې تر شا لاس ونلري.

کله چې هم پاکستان کې د خلکو غوښتنو زور کړی يا خلک لږ را پورته شوي او د حق غوښتنه يې کړې يا یې هم د اروپا او امريکا له اشغاله د ځان خلاصولو هڅه کړې، پوځ کودتا کړې او د خلکو غږونه يې چوپ کړي، خلک يې بنديان کړي، ځورولي، وهلې او ډېر يې وژلي.

له سکندر مرزا را واخله تر ايوب خان، يحي خان، ضيا الحق او آن مشرف یې ښه مثالونه دي.

سکندر مرزا اولنی پاکستانی و چې صدر اعظم وټاکل شو. هغه د مشهور غدار او هېواد خرڅونکي مير جعفر کړوسی ؤ. هغه د انګريزانو په پوځ کې سرتيری و او هغوی تنخوا ورکوله، هغه د کوهاټ په خدا دادخيل کې له انګريزانو سره اوږه په اوږه د پښتنو پر ضد جنګ کې برخه واخسته.

ورپسې یې په ۱۹۲۴ کې د وزيرستان په مشهور جنګ کې د انګريزانو سره اوږه پر اوږه د وزیرستانیانو پر ضد برخه واخستله.

هغه تر اخره د انګريز په پوځ کې په لوړو چوکيو پاتې شو، تر دې چې کله د پاکستان لومړي وزير چوهدري محمد علي په ۱۹۵۶ کې د پاکستان صدر اعظم وټاکه، خو لا دوه کاله نه و وتلي، چې سکندر مرزا پوځي کودتا وکړه او ځان يې د پاکستان مشر وټاکه او هر څه يې د پوځ تر کنټرول لاندې راوستل.

لا څو مياشتې نه وي وتلې، چې بل پوځي جنرال ايوب په هغه کودتا وکړه او هغه يې له هېواد وتلو ته اړ کړ.

سکندر ميرزا لندن ته ولاړ او په لندن کې د هغه ټول مصارف د انګلستان حکومت ورکول، ځکه هغه د مير جعفر کړوسی و.

 

جنرال ايوب خان:

جنرال ايوب خان په سکندر مرزا کودتا وکړه او دغسې يې د پاکستان واک په لاس کې واخیست.

د‌ ده د حکومت په اولو مياشتو کې پاکستانيان له ده خوشحال ول، خو څه موده وروسته د پاکستان حالات ورځ تر بلې خرابېدل او له ده سره د خلکو نفرت مخ پر زياتېدو شو، د ده په حکومت کې د ده تر ټولو لوی حريف د قايد اعظم خور فاطمه جناح وه، چې بيا ورسته يې نور ستر مخالفين هم پيدا کړل، چې د هغوی له جملې يو هم د پاکستان مخکنی وزير اعظم او د بې نظير بوټو پلار ذوالفقار علي بوټو ؤ.

د پاکستاني پوځ تر ټولو ستر سياست چې د تاريخ په اږدو کې پرله پسې ليدل شوی، هغه دا دی؛ چې کله هم پاکستانيانو د حق غوښتلو يا د رښتوني آزادۍ خبر کړې، پوځ يوه نه يوه ډرامه پکار اچولې او د خلکو ذهن او فکر يې بدل کړی.

 

همداسې کله چې ايوب خان پوه شو، چې د دې مخالفه فاطمه جناح د خلکو په منځ کې ډېر اثر او شهرت لري، نو هغه يې ووژله او د خلکو پام يې په بله واړوه.

که څه هم د فاطمه جناح په اړه دا مشهوره ده، چې هغه د زړه د حملې له امله مړه شوه، خو د فاطمه جناح وراره اکبر پير بايي په ۲۰۰۳ کې په يوه مرکه کې ويلي ول؛ چې فاطمه جناح د زړه له حملې نه بلکې د سياسي مقاصدو په خاطر وژل شوې وه.

“Fatima Jinnah: Mother Of Nation (Mader-e Millat)” .

 

همداسې ايوب خان د خپل ملت د زړه کټلو په خاطر په ۱۹۶۵ کې له هند سره جګړه وکړه او دغسې یې د خلکو د بغاوت مخه ونيوله.

ويل کيږي د پاکستان څخه د بنګله ديش د بيلېدلو يو ستر لامل، د ايوب خان له بنګالیانو سره سپک برخورد او رویه هم وه، ځکه ايوب خان ستر بنګالي سياسيونو ته په بد او په سپک نظر کتل.

نور بیا…

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version