د امریکا د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو ته احتمالي نوماند ډونالډ ټرامپ تیره ورځ د خپل انتخاباتي کمپاین په یوه غونډه کې وویل چې د اسلامي دولت ډله (داعش) د اوباما ادارې او په خاصه توګه د هیلاري کلنټن د غلطو پالیسیو له وجې را منځته شوې.
نوموړي وویل چې د اوباما ادارې له لوري ایران ته نږدېوالی د امریکا او سعودي اړیکي خرابي کړي، او داسي ښکاري چې د اوباما اداره غواړي د سعودي پر ضد د ایران موقف په سیمه کې تقویه کړي.
نوموړي وویل: «دوی اسلامي دولت ډله را منځته کړې، هیلاري کلنټن او اوباما په ګډه د اسلامي دولت ډله را منځته کړې».
نوموړي د سعودي او ایران په اړه د اوباما د ادارې پالیسي په داسي وخت کې غندلې چې همدا تیره ورځ د سعودي حکومت د یو شمیر سني علماو تر څنګ ۴ شیعه مخالفین اعدام کړي چې له امله یې په ایران کې د سعودي پر ضد پراخ لاریونونه پیل شوي. تیره ورځ لاریون کوونکو په مشهد کې لومړی د سعودي قونصلګرۍ ودانۍ وسوځوله او بیایې د شپې په پلازمینه تهران کې د سعودي سفارت ودانۍ ته هم اور ورته کړ.
ټرمپ وویل: «پرون په تهران کې تاسو ونه لیدل چې ایران د سعودي سفارت وسوځاوه؟ دوی هر وخت غواړي سعودي په خپل کنټرول کې واخلي، دوی د سعودي تیلو ته غله دي. همداسي نه ده؟ هو همداسي ده، ایران هر وخت همدا غواړي».
نوموړي د اوباما اداره او د هغه تر مخه د جمهوري ګوند ولسمشر جورج ډبلیو بوش اداره هم په منځني ختیځ کې په ناسمي ادارې تورنه کړه او په کال ۲۰۰۳ کې یې پر عراق د امریکایانو د جګړې پریکړه ناسمه وبلله.
دا لومړی ځل نه دی چی د امریکا ولسمشرۍ ته یو نوماند د باراک اوباما پالیسي ناسمه بولي او هغه د اسلامي دولت ډلي (داعش) د زیږیدلو سبب ګڼي بلکې ددې تر مخه دوه نورو نوماندانو «کارلی فیورینا» او «ریک سانټوروم» هم په تیر نومبر کې اوباما او هیلاري کلنټن د داعش په جوړولو کې په لاس لرلو تورن کړي وو.
هیلاري کلنټن د پخواني ولسمشر بیل کلنټن میرمن ده، چې د اوباما د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې د بهرنیو چارو وزیره وه، نوموړې اوس غواړي د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ډیموکراټ ګوند استازيتوب وکړي.
ډونالډ ټرمپ په خپل سخت دریځو مواقفو مشهور دی، نوموړی ددې تر مخه د اسلام او مسلمانانو پر ضد د امریکایانو د جزباتو څخه د استفادې په خاطر ویلي و چې که دی ولسمشر شو په امریکا کې اوسیدونکي مسلمانان به اړ کړي چې د نورو امریکایانو په پرتله ځانګړي شخصي پيژندپاڼي ولري. د نوموړي دا دریځ د اوباما ادارې او اسلامي تنظیمونو په کلکه رد کړی وو.