نو ولې داعشیه؟

لیکوال: خالقیار احمد زی

په داسې حال کې چې افغانستان په بشپړ ډول د نړیوالو اشغالګرو له شتون څخه پاک شوی، حکومتولي مو خپل خلک او په خپلواکه بڼه مخته وړي، په اقتصادي، سیاسي او نورو تعاملاتو کې د هیچا تر اثر لاندې نه یو، نه د چا د احساناتو پوروړي او نه هم د چا د لاسنیوي مدیون ځان بولو.
په هسکه غاړه مو امریکا و ایستله، ملګري مو یې له صحنې لرې او د یو سپیڅلي چتر په جوړولو سره مو کړیدلي او ځوریدلي ملت ته د عامه خدماتو د وړاندې کولو لپاره مټې را بډ وهلې.

نظام مو تعلیمي برخه ښه فعاله او د بیا رغونې برخه کې بې دریغه هڅې پیل کړې دي.
بهرني سیاست کې یې نه پخوا چا ته سر ټیټ کړی او نه هم اوس د تملق لیدلوری لري، همدا لامل ده چې کفري بانډ او متحدین یې په یوه غږ د رسمیت منلو ته زړه نه ښه کوي.

نو دې ټولو ته په کتو سره، وا د داعش ډلې لارویه…!
کله چې د یوه خواخوږي، اسلامپاله، متدین او خپلواک نظام پر و ړاندې د تبارز تورې ته لاس اچوې، دا زړه کې نه درځي، چې عاقبت به مې د دې چرندیاتو څه وي؟

هو! زما د پرونیو استشهادیانو په څیر هم نه شې کیدای؛ هغوی یو هدف درلود، د اسلامي نظام قیام، د بهرنیو ځواکونو وتل او د خپلواکي تر لاسه کیدل، یې له ارمانونو وه، چې ددې موخو د تحقق لپاره یې د «حق جهادهٖ» پر اساس تر مرګه مبارزه کوله؛ ته که اوس همغه فکر لرې، نو وپوهیږه چې نظام مو خپل او مستقل دی، بهرنیان مو ایستلي او اسلامي جوړښت قائم شوی؛ نو که د چونګښو په څیر ځان غځونه دې هدف وي، بیځایه به دې ځان ټوټې کړی وي او «خسرالدنیا والاخرة» به پاتې وې.

داعشیه! ته خپل مشر پیژنې چې په کومه ګروهه دی؟
تاته د هغه د تمویل مراکز مالوم دي، چې چیرې دي؟
تاته د جهموریت پر مهال په ننګرهار او د جوزجان درزاب کې د امریکایي ژغورونکو چورلکو لاسنیوی یاد ده، چې ستا همفکري یې له طالب مقاومت څخه ژغورل او حیاتي مرستې یې ورسره کولې؟

آیا تا د خپلو مشرانو مباهلې په زړه دي، چې د ورځو په حدودو کې یې پړمخې رانسکور کړل؟
آیا ته لا هم د هغې ډلې پیروي کوې، چې اهله قبله مشرکان او واجب القتل بولي؛ هغه ذوالخویصرة چې نه ترې صحابه په امن پاتې شول، نه یې خیرالقرون له شره خلاص شول او نه یې اسلامي امت په تیرو پیړیو کې د آرام ساه ته پریښوود.

بورته خبرې مې په غور ولوله، د خپل هغه ورک قیادت چې د لویدځوالو په کونجاړه هم خپله شخوند وهي، هم تا تمویلوي؛ ړوند تقلید مکوه.

افغان ملت مسلمان دی، ګروهه یې سالمه او عقیده یې سوچه ده؛ مطالعه وکړه او د باطل په منحرفو لارو نور تګ پریږده؛ کنه په هر سوړه کې چې ته په کې ځان آرام احساسوې، هلته دې د مرګي فرښتې شیبکۍ شماري او له دې چې د نورو د ګټو لپاره په ذلیله مرګ نړۍ پریږدې، ښه ده چې په هسکه غاړه خدمت وکړې، د نظام نواقص د نظام خلکو ته مخامخ ووایې او د استحکام لپاره یې هڅې وکړې.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version