میندې باید داسې اتلان وروزي

حسان مجاهد

 

سهيله هغه میرمن وه، چې د تابعینو سردار، د مدينې منورې ستر محدث او د إمام ابوحنيفه، إمام مالک، إمام اوزاعي او سفيان ثوري(رحمهم الله تعالی) استاد ربيعه بن فروخ يې هغه مهال په خپله غیږ کې وروزل، چې فروخ اوویشت کاله خُراسان ته په جهادي سفر تللی و.

 

عاليه هغه میرمن وه، چې د اسلامي تاريخ بارز شخصیت إمام مالک يې وروزو، هغه إمام مالک چې مدينه منوره يې په علم داسې وځلوله، چې د نړۍ له هر کونجه پرې د علم تږي را مات شول.

 

فاطمه هغه میرمن وه، چې إمام شافعي رحمهم الله تعالیٰ يې په خپله غیږه کې وروزو، په اوه کلنۍ کې له پلاره يتيم پاته شو، لومړی يې قرآنکريم او بیا یې د موطا إمام مالک په څېر لوی کتابونه ياد کړل او د خپل وخت داسې عالم ترې جوړ شو چې إمام أحمد رحمهم الله تعالیٰ يې په اړه وايي: إمام شافعي رحمهم الله تعالیٰ د خلګو لپاره داسې مثال لري لکه لمر د خلګو لپاره او صحت د بدن لپاره.

 

صفیه هغه ميرمن وه، چې إمام أحمد رحمهم الله تعالیٰ يې په خپله غیږه کې وروزو، هغه إمام أحمد چې په جرح او تعديل کې د خپلې زمانې مخکښ شخصیت و، په علم حديث او علم لغت کې یې علمي ګټې ته له ختيځ او لویدیز څخه خلګ را وپارېدل، خپل شيخ او استاد إمام شافعي رحمهم الله تعالیٰ يې په اړه وايي: له بغداده په داسې حال کې بهر شوم چې په فقه او تقوا کې مې د إمام أحمد رحمهم الله تعالیٰ په شان بل څوک نه دي پریښي.

 

خنساء هغه میرمن وه، چې د قادسیې په غزا کې يې د فارسیانو پر ضد جهادي مبارزې ته خپل څلور زامن ولېږل، کله چې د څلورو واړو د شهادت خبر ورته راغی؛ نو يې وويل: هغه رب لره دې حمد او ثنا وي چې زه يې د زامنو په شهادت بختوره وګرځولم.

 

په احادیثو کې امير المؤمنين، ستر تابعي سفيان ثوري رحمهم الله تعالیٰ له پلاره په داسې حال کې يتيم پاتې شو، چې د بې وزلۍ له امله د علم ترلاسه کولو ته ډېر انديښمن و، کله چې یې مور علمي مينه او بې وزلۍ ولیده؛ نو يې دا جمله ورته وويله “ای زويه! علم ترلاسه کړه، زه به په خپل لاسي کار(اوبدلو) ستا نفقه برابروم” په خپل لاسي کار(اوبدلو)يې داسې ستر محدث وروزو چې إمام اوزاعي رحمهم الله تعالیٰ يې په اړه وايي: نن له سفيان پرته بل داسې څوک نه ده پاتې چې ټول اُمت ورباندې خوشحاله وي.

 

د اندلس حاکم عبدالرحمن الناصر چې اموي خلافت يې را ژوندی کړ، د اروپایي ځواکونو پر ضد يې جهادي مبارزه وکړه او قرطبه يې په خپل عصر کې د خلافت هغه مرکز وګرځوله چې اروپايي حاکمانو به فيصلې ورته راوړلې؛ له پلاره يتيم پاتې شو او مور يې روزنې ته پاملرنه وکړه.

 

محمد الفاتح چې ماشوم و، مور به يې سهار وختي په غیږ کې پورته کړ، د اندلس ماڼۍ به يې ور وليده او ورته به يې وويل” ای محمد! هغه ماڼۍ به ستا په لاس فتحه کېږي؛ ځکه ستا نوم محمد دی او ددې خبرې يادونه رسول اللهﷺ کړې ده ”

 

صلاح الدین ایوبي رحمه الله یوه ورځ له ماشومانو سره لوبي کوي، پلار يې له ماشومانو را بېل کړ، په غېږ کې یې لوړ ونیوه او ورته یې وویل” ما ستا له مور سره په دغه نيت نکاح وکړه، چې داسې زوی راوړې چې بيت المقدس آزاد کړي، نه داسې زوی چې له ماشومانو سره لوبې کوي، صلاح الدین يې له لاسه لاندې په ځمکه وغورځاوه، کله چې یې د نوموړي په مخ کې د درد احساس وليد، ورته يې وويل: خوږ شوې؟ صلاح الدین ورته وويل: هو! پلار يې ورته وويل: نو بيا ولې ژړا او فرياد نه کوې؟ ماشوم ايوبي ورته وويل: د بيت المقدس فاتح ته ژړا او فرياد نه ده په کار.

 

رسول اللهﷺ چې زبير رضی الله عنه درې ځله د کفارو د حال معلومولو لپاره په يوازې سر لېږي؛ لامل يې دا و چې کله نوموړی په ماشومتوب کې له آس څخه پریووت؛ نو مور صفيې یې پروا ونه کړه.

 

د عربو اولادونو ځکه هېڅ د ویرې احساس نه کاوه، چې د مکې مکرمې په دښتو کې به څو میاشتې او کلونه د پسونو په څرولو پسې ورک وو او مور پلار يې هېڅ په غم کې نه وو.

خالد بن وليد چې د کسرا او قيصر ماڼۍ فتحه کوي؛ لامل يې دا و، چې څو کاله په تورو او وحشي غرونو کې ښکارونه کړي وو.

 

نن ورځ چې اولادونه بې لارې او بزدله دي؛ ميندو يې سمه روزنه نه ده ورکړې، رسول اللهﷺ چې موږ مسلمانانو ته له دينداره ميرمنې سره د نکاح امر کوي، لویه موخه یې دا ده، چې ميندې په سالمه توګه داسې تاريخ جوړونكي نسلونه وروزي، چې په مټ یې اسلام سر لوړی او کفر ذلیله شي او داسې کارنامې تر شا پرېږدي چې د راتلونکو نسلونو لپاره د عبرت درس وګرځي.

نن ورځ مسلمانان په نکاح کې تر تقوا او ديانت ښکلا او زینت ته اولویت ورکوي؛ ځکه نو ډېر کسان داسې اولادونه راوړي چې اسلامي ولوله يې خورا کمزوري او د فسق او فجور خواته ډېر مائله وي. کفارو چې نن د ميرمنو بې لاريتوب ته پاملرنه کړې ده؛ دا وېره احساسوي چې د پاک او سالم فکر ميرمنې کولای شي؛ په غيږ کې داسې حق پرست او باطل ضد اولادونه وروزي چې په مټ یې اسلام زموږ تر پولو را ورسيږي او زموږ لپاره لوی خطر جوړ شي.

 

نن د صفيې په څېر مور ته ضرورت دی، چې د زبير رضي الله عنه په څېر زامن وروزي او نن د نجم الدین ایوبي په څېر پلار ته ضرورت دی، چې د صلاح الدین ایوبي په څېر زامن وروزي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version