مونږ او هغوی ” حق او باطل “

احمد منصور

#image_title

ډېر قومونه خپل تاريخونه ليکي، خو افغان یوازینی قوم دی، چې تاریخونه ليکي نه؛ بلکې جوړوي يې، په يوې پيړۍ کې دريو امپراطوريو ته ماتې ورکول؛ د انساني عقل له برداشت وتلې خبره ده، خو که عقل په ايمان سنبال وي؛ منلی یې شي.

 

د بدر، احد او خندق غزاګانې او د خلفاء راشدینو په دورو کې د امپراطوريو نسکورېدل؛ شايد ملحدې او کافرې طبقې ته افسانې او ناولونه ښکارېدل، خو خدای جل جلاله په يويشتمه پېړۍ کې ژوندي مثالونه، په خپلې وعدې وفا او د مؤمنانو د ايمان قؤت را وښود، د هغه وخت او تيرې يوې پيړۍ په افغان وطن کې د حق او باطل د وسايلو، وسايطو او امکاناتو له نګاه بې پرتلې معرکې؛ خو بريا د حق کېدل به باطل ګوته په غاښ کړي.

 

دې لنډې شل کلنې مبارزې ته ورګرځو، وبه ګورو چې ټکنالوژي؛ ايډيالوژۍ ته په ګونډو شوه، د امريکا + ناټو د يرغل د اوائلو کبر غرور، د نړۍ د لاندې کولو دعوې او په ټکنالوژۍ ناز يې تر دې اندازې و؛ چې د ژوند او مرګ فيصلې يې کولې، خو د يوه ملنګ رهبر دې وینا ته يې هيڅ پام نه شو، چې وسله مرګ کولای شي؛ خو مرګ له چا نه شي منعه کولای.

 

هو! په وړاندې يې د حق کمزوری حالت، خو د رب د نصرت کولو په وعدې ايماني باور، د آزادۍ اهميت پېژندنه او د جهاد په لاره کې مېړانه د دې لامل شوه؛ چې سُپر طاقت په صفر بدل کړي، دا بريا معمولي نه ده، د ډېرو تبصرو وړ او په مختلفو ابعادو يې بحثونو ته اړتيا ده، مثلاً:

د ياد جهاد ثمر ته د رسېدو رمزونه څه دي؟

رب جل جلاله په قران کريم کې له مؤمنې ټولۍ سره د نصرت ژمنه پوره کړل؛ محصورو اولسونو ته د الهام مرجع شوه او ثابته شوه، چې ايماندارو ته د باطل مادي قؤت د ميږي په مثال دی.

 

خلاصه دا چې؛ شل کاله وړاندې مونږ او هغوی یعنې امريکا او افغان ملت د پرتلې وړ نه بلل کېده، انګيرنه دا وه چې نور به افغانستان د نورو اسلامي هېوادونو په څېر تر استعمار لاندې پاتې شي، خداي نخواسته اسلام به دفن او اتاترکي مفکوره به عامه شي.

 

له امريکا سره جګړه ليونتوب بلل کېده، تالۍ څټو يې د فحشاء او عريانې هڅې پيل کړې، ايمانونه يې په ډېره ارزانه بيه وپلورل، جالبه ده نن د همغې امريکا د تېښتې ورځ ده؛ چې شل کاله وړاندې نړۍ ورته په سجده وه، خو غازي طالب/افغان ترې د بغاوت نعره وکړه، هر د یرغل اراده کوونکی دې د سنبلې ۹ مه په ګوګل کې سرچ کوي، شرم لا دا چې امريکا په نيمه شپه درې کاله وړاندې، په همدې نېټه یعنې د سنبلې په نهمه وتښتېده.

هرماس الافغاني
Exit mobile version