رسول الله صلی الله علیه وسلم په رښتیا هم ډېر په زړه پورې و، دا په زړهپورې والی یې له پیدایښته تر مرګه پورې ورسره مل و، د دې راز تفسیر یوازې په دې کې دی چې هغه د رب العالمین له لوري را استول شوی پیغمبر و؛ له ګناه او خطا پاک و او شیطان نه له نږدې او نه له لرې پرې هېڅ تسلط درلود.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ژوندانه کې لږ غور وکړئ… هغه یوازې پیغمبر نه و، بلکې یو عادل حاکم، یو پوه مشر او یو ثابتقدم رهبر و. سره له دې چې دغو لوړو مقامونو ته رسېدلی و، خو بیا هم له خپلو اصحابو سره د هغوی په څېر ژوند کاوه. نه یې خوراک تر هغوی ښه و، نه څښاک، نه هستوګنځای او نه هم مال.
له خپلو اصحابو سره یې په هر ځای کې سختي تېره کړې وه، بلکې ډېری وخت به د هغوی په پرتله د لوږې، ستړیا او محرومیت لا ډېرې ورځې تېراوه. له هغوی سره محاصره شو، هجرت یې ور سره وکړ، او په جګړو کې به یې د دوی ترڅنګ جنګېده، آن دښمن ته به تر ټولو ډېر نږدې و.
په هېڅ جګړه کې شاتګ نه دی ورڅخه لیدل شوی، نه په اُحُد کې، نه په حنین کې او نه په نورو ازموینو کې. خو سره له دې به یې د دښمن په وړاندې د تدبر، حلم او صبر له لارې کار اخیست. هېڅکله یې د خپل ځان لپاره غوسه نه کوله، نه یې د شخصي غچ په خاطر له چا سره جګړه کړې؛ خو کله چې به د الله حکم تر پښو لاندې شو، نو د الله جل جلاله لپاره به یې غچ اخیست.
الله عزوجل هغه ته لویه سخاوت ورکړی و؛ هېڅکله یې سوالګر نه دی رد کړی. ډېر غنیمتونه به یې ترلاسه کول، خو ټول به یې د الله په لار کې لګول. له تکبر او ځان لوړ ګڼلو پرته به یې د امت له خلکو سره ډېر وخت تېراوه. د خان او غریب تر منځ یې هېڅ توپیر نه کاوه، له فقیرانو سره به یې هم ناستې پاڅې کولې.
رسول الله صلی الله علیه وسلم به پر بې وسه کسانو ډېرې مهربانۍ کولې. د ناروغانو پوښتنه به یې کول، جنازو ته به حاضرېدو، د جمعې خطبې به یې ورکولې، اصحابو ته به یې درس ورکاوه. د خپلو اصحابو لیدو ته به د هغوی کورونو ته ورتله او هغوی به هم د ده د لیدو لپاره د هغه کور ته راتلل. په دې ټولو حالاتو کې به یې پر شونډو مسکا خپره وه، ټنډه به یې روښانه او په څېره کې به یې د خوښۍ ځلا څرګنده وه.
پر خپل امت په بشپړه مانا مهربان وو، کله به یې د چا فیصله کوله، نو تل به یې اساني غوره کوله، تر هغه ځایه چې ګناه نه وه. که په کوم ځای کې ګناه شامله وه، نو له هغه به تر هر چا ډېر لرې کېده. هغودخلکو ته یې هم بښنه کړې چې ظلمونه او سختۍ یې ورسره کړي وې. خپلوي به یې پالل، آن له هغو کسانو سره چې اړیکې یې ورسره پرې کړې وې.
یوازې په معاملاتو کې د ستر شان خاوند نه و، نه یوازې د اخلاقو په عظمت کې بې سارې و، بلکې یو تکړه سیاستوال، یو با حکمته رهبر او یو خوږ ژبی خطیب هم و. نه کوچنۍ خبره ورڅخه پاته کېده او نه لویه. په غونډو کې د خبرو پر مهال هغه جوامعالکلم و؛ لږ الفاظ به یې کارول، خو تر شا به یې داسې معناوې وې چې علماء او حکيمان یې پر تفسیر پېړۍ پېړۍ لګوي. د ټولو خلکو تر ټولو غوره محاورې به یې کولې.
