محدثینو د خوارجو علائم داسې په ګوته کړي دي:

لیکوال: ابو رافع

(۱) دوی به انتقاد پذیر نه وي. څوک چي د دوی په کړنو نقد وکړي هغه به واجب القتل بولي.
(۲) دوی چې څه کوي هغه به دین بولي سره له دې چي هغه به په دین کي اصل او بنیاد نه لري.
(۳) د قران او حدیث په هغو اوامرو به عمل کوي په کومو کې چې د دوی د کړنو څه ناڅه تایید کیدلی سي.
 (۴) دوی به هغه ایتونه او احادیث چي د کفارو په حیصه کې نازل سوي دي په مسلمانانو حمل کوي.
 (۵) دوی به همیشه د دین په نوم د مسلمانانو په خلاف جګړه کوي.
 (۶) دوی به مسلمانان تکفیروي.
 (۷) دوی به یوازې خپله ډله په حقه او نور ټول به ګمراهان بولي.
(۸) دوی به د اسلام په نوم د مسلمانانو ترمنځ تفرقه اچوونکي وي.
 (۹) دوی به نهایت متکبر مغرور او ځان غوښتونکي وي.
 (۱۰) دوی به په جګړه کې په سپینږیرو، ښځو او ماشومانو رحم نه کوي.
(۱۱) دوی به د مسلمانانو له جمعیت څخه افتراق خوښونکي او د سلطان الوقت په خلاف بغاوت کوونکي وي.
 (۱۲) دوی به هیڅ شرعي استدلال او منطق نه اوري.
(۱۳) دوی به ټول هغه مسلمانان چي له دوی سره بیعت او تعاون نه کوي کافران بولي.
(۱۴) دوی به ظاهراً تر نورو مسلمانانو متشرع او متورع ښکاري خو ایمان به یې تر حلق ښکته زړه ته تیر نه سي.
(۱۵) دوی به له ایمان څخه له دنیا داسي تس لاس تیر سي لکه غشی چي له ښکار څخه خالي ووځي او هیڅ له ځانه سره نه وړي. (۱۶) د دوی اکثره به نوځوانان وي.
(۱۷) دوی به دعوا د هوښیارۍ او پوهې کوي خو په حقیقت کې به نااهلان، احمقان او جاهلان د زمانې وي.
 (۱۸) دوی به ستاسو د مشرانو او سلفو احترام نه کوي او تاسو پر کشرانو به ترحم نه کوي.
 په اخر کې فرمایی: ای مؤمنانو چیرته چي تاسو له دوی سره مخامخ سواست ویې وژنئ چا چي له خوارجو سره جنګ وکړ او ویې وژل هغوی ته به په ورځ د قیامت الله عزوجل لوی اجر او بدله ورکړي. او داسي نورې نښې یې هم سته رب العالمین دې موږ او ټول امت مسلمه ته د داسي مفتینو ډلو له شر څخه نجات راپه برخه کړي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version