طالب العلم صفت الله (سیاح)
زمونږ په دین کې الحمدلله د انسان له پیدایښت بیا تر مرګه د ټول ژوند احکام شتون لري.
د انسان انفرادي، اجتماعي، جنګي او غیرې جنګي حالاتو ته کتنه شوې او د هر یو په اړه پکې واضح او غیر متعارض احکام شتون لري، چې یو هم پکې له کفارو سره د معاملاتو یا هم د تجارت باره کې دی.
موالات، موسات، او مدارات ټول واضح او په اړه یې احکام شتون لري. موالات حرام دي، خو دا چې موالات څه ته ویل کیږي؟ امام ابوبکر جصاص الحنفي رح په خپل تفسیر احکام القران کې بیان کړي چې تناصر ( له کفارو د مسلمان خلاف مدد اخیستل) او استنصار (کفارو ته د مسلمان خلاف مدد ورکول) دېته موالات ویل کیږي.
هر چې مدارات دی، هغه جایز دي له هر هغه کافر سره چې له تاسره په جنګ کې نه وي ښکیل. د جواز په اړه یې زیات دلایل شتون لري چې په مشت نمونه یې خروار باندې یې بسنه کوو.
الله ج په خپل معجز کتاب قران کریم کې فرمایي((لَّا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ لَمْ يُقَاتِلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَلَمْ يُخْرِجُوكُم مِّن دِيَارِكُمْ أَن تَبَرُّوهُمْ وَتُقْسِطُوا إِلَيْهِمْ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ [الممتحنة: ٨]
ژباړه: الله تاسو له هغو كسانو نه نه منع كوي چې له تاسو سره يې په دین كې نه جنګ كړى دى او نه يې تاسو له خپلو كورونو نه وېستلي یئ دا چې تاسو له هغوى سره نېكي وكړئ او له دوى سره انصاف وكړئ، بېشكه الله انصاف كوونكي خوښوي.
دلته نيكي او انصاف په تجارت او معامله کې مراد دی، تفاسیر ستاسو په وړاندې دي.
پاتې شوه سیاسي روابط او د سفیرانو تلل راتلل نو که دې کې د مسلمانانو او اسلامي حکومت مصلحت وي هیڅ مشکل نلري
لکه امام شافعي رح فرمايي.((إن رأى الإمام أن الكافر حسن الرأي والأمانة بين المسلمين وكانت الحاجة داعية إلى الاستعانة به، جاز، وإلا فلا)) مغني المحتاج إلى معرفة معاني ألفاظ المنهاج للخطيب الشربيني، (ص4/221ج).
ژباړه: که د وخت امام وویني چې کافر د دوی باره کې ښه نظر لري او صداقت کوي او د هغوی مدد ته اړتیا ده نو له هغوی نه مدد غوښتلی شي او که داسې نه وي نو نه ده جایز.
نو امارت اسلامي چې له کفارو سره کوم سیاسي تعامل لري دا هیڅ کوم ناجایز کار نه دی ځکه امارت اسلامي لا په اولو مرحلو کې دی او دا یو اهم ضرورت دی چې باید له خلکو سره تعامل ولري ترڅو یې له شره ځان وساتي.